د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

آخندزاده: افغان ځواکونه په سنګین کې په دفاعي حالت کې دي


په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو یو شمېر استازي وايي چې د دغه ولایت په سنګین ولسوالۍ کې لا هم سخته جګړه روانه ده.

کلونه کېږي چې هلمند د اور په لمبو کې سوځي او اوسېدونکي يې د نورو ټولو ستونزو تر څنګ د جګړو له امله د مرګ له جدي ګواښ او کډوالۍ سره مخ دي.

د هلمند په ځينو سیمو کې یو ځل بیا د جګړو له تودېدو سره د دغه ولایت ځینې استازي حکومت د هلمند د برخلیک په اړه په بې غورۍ تورنوي، وايي چې د سختو جګړو سره لا هم په هغه ولایت کې افغان ځواکونو ته لازمې مرستې نه دي رسېدلي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون مرستیال او په دغې جرګه کې د هلمند د خلکو استازی عبدالحی آخندزاده ازادي راډیو ته وویل چې د سنګین ولسوالۍ ډېرې برخې لا هم د طالبانو سره دي.

هغه وايي چې د کافي تجهیزاتو د نه درلودلو له امله افغان ځواکونه هلته یوازې د دفاع په حالت کې دي او بس.

ښاغلی آخندزاده زیاتوي:

"په سنګین کې د طالبانو عملیات روان دي او مقاومت کوي هلته د افغان ځواکونو له خوا هېڅ پرمختګ نه دی شوی، پرته له دې چې د سنګین د ولسوالۍ مرکز بېرته امنیتي ځواکونو نیولی دی او دا چې نړېوالو ځواکونو هوايي حملې کړي، طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، که دا حملې نه وي هلته به زموږ ځواکونو هېڅ پرمختګ نه درلودلی، اوس زموږ ځواکونه په دفاعي حالت کې دي."

له دوه اوونیو راهیسې د هلمند ولایت سنګین، نوزاد، خانشین، مارجه او موسی کلا له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي، تر دې چې په دغې موده کې وخت نا وخت د سنګین د سقوط خبرونه هم مطرح شوي دي.

ښاغلی آخوندزاده وايي چې اوس مهال د سنګین په ولسوالۍ کې وسله وال طالبان مخکې دي او له قوماندانۍ پرته نور د دغې ولسوالۍ په ټولو برخو کې هم دوی حاکم دي.

د افغانستان دفاع وزارت بیا وايي چې افغان ځواکونو په سنګین ولسوالۍ کې مخالفین له ماتې سره مخ کړي او سیمې ته یې لا نور ځواکونه رسېدلي دي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د شنبې په ورځ خبري غونډې ته وویل چې د سنګین ولسوالۍ په بشپړ ډول د حکومت په لاس کې ده.

ښاغلی وزیري وايي:

"په هلمند کې وضعیت په بشپړ ډول بدلون موندلی دی، په دې معنا چې دښمن ماتې خوړلې، په کجکي کې لا هم دښمن موجود دی او ډېر تحرکات لري، خو په سنګین ولسوالۍ کې وضعه ښه شوې او زموږ ځواکونه په وضعیت حاکم دي. د هوا له لارې څو ځلې اکمالات شوي دي او د ځمکې له لارې هم ډېر ژر یو لوی قطار سنګین ته داخلېږي هر څه چې اړتیا وي په دغه قطار کې تنظیم شوي او دغې ولسوالۍ ته لېږل کېږي."

د افغانستان دفاع وزارت له هلمند څخه د وسله والو طالبانو د تصفیې په خاطر څو ځلې عملیات ترسره کړي، د کمانډو ځانکړو ځواکونو له لېږلو نیولې بیا تر هوايي حملو پورې حکومت هڅه کړې چې هلته امنیتي ګواښونه کابو کړي.

خو پوښتنه دا ده چې له دې ټولو هڅو سره بیا هم ولې په هلمند کې د طالبانو شتون او ګواښونه احساس دي.

د نظامي چارو څېړونکی عتیق الله امرخېل په دې اړه وايي:

"حکومت باید هلته د یوه ډېر دقیق پلان او تعلیم لرونکي قوې سره ولاړ شي، په هلمند په تېره بیا موسی کلا کې باید له درېیو اړخونو حمله وشي او باید دا ولایت یو ځایي په بشپړ ډول تصفیه شي او نورو ځایونو ته د طالبانو د تښتېدو مخه ونیول شي، بیا باید هلته تر یوې مودې ځواکونه پاتې شي او د خلکو سره خبرې وکړي، تر څو خلک پوه شي چې دا ځواکونه د دوی د امنیت په خاطر دي تر دې چې ځواکونو ته د اطلاعاتو رسولو په برخه کې خلک باوري شي، خو که مخامخ داسې جنګ روان وي امنیتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې له اوښتو نوره څه لاسته راوړنه نه لري."

د ښاغلي امرخېل په باور افغان حکومت او نړیوالې ټولنې په دې هکله بې غوري کړې چې د هلمند ولسوالۍ تر ډېره ناارامه ده.

هغه وايي چې په بشپړ ډول د هلمند د تصفیې لپاره نه افغان حکومت او نه هم نړیوالو ځواکونو له پخوا راهیسې له لازمو تکتیکونو استفاده کړې او دا کار د دې سبب شوی چې دا ولایت د طالبانو په مرکز بدل او د کوکنارو له درکه ښې مالي سرچینې پیدا کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG