د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

هلمند والي: پر خانشین ولسوالۍ وروستۍ حمله په شاتمبول شوې


د هلمند والي حیات‌الله حیات
د هلمند والي حیات‌الله حیات

د هلمند والي وايي، د دې ولایت د خانشین ولسوالۍ په مرکز کې د دولت د وسله‌والو مخالفانو وروستۍ لویه حمله په شاه تمبول شوې ده.

حیات‌الله حیات تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د خانشین ولسوالۍ په څنډو کې اوس تصفیوي عملیات روان دي.

دی وايي:

"د دښمن شل مړي د جګړې په ډګر کې پاتې دي، یو څه وسایط‌يې هم له منځه تللي. نیم ساعت مخکې چې ماته کوم معلومات د جګړې له لومړۍ کرښې رسېدلي د هغې له مخې افغان زړورو امنیتي ځواکونو هغه سیمې چې وسله‌والو نیولې وې بېرته په خپل کنټرول کې راوستي دي."

د هلمند د والي په خبره پنځه افغان سرتېري په دې جګړه کې ژوبل دي او د خانشین په څنډو کې د تصفیوي عملیاتو د مرګ ژوبلې په اړه به وروسته جزئیات خپاره شي.

حیات‌الله حیات وايي، د مخدره موادو تولید او قاچاق او له وسله‌والو څخه د پاکستان ملاتړ په هلمند کې د نا امنۍ د دوام اصلي سببونه دي.

XS
SM
MD
LG