د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

وزیري: نادعلي کې به د وسله والو وروستي تحرکات وځپل شي


د افغانستان د دفاع وزارت وايي، له خانشین وروسته د هلمند د نادعلي ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو له بریدونو سره مخ دي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل، له تېرو دوه-درې ورځو راهېسې په نادعلي کې له طالبانو سره په جګړو کې دې ډلې ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

ښاغلي وزیري افغان امنیتي ځواکونو ته هم د مرګ ژوبله اوښتل تایید کړل، خو په دواړو مواردو کې یې دقیقه شمېره ونه ښوده.

جنرال دولت وزیري وویل چې نادعلي ته ځانګړي ځواکونه رسېدلي او ډېر ژر به په دغې ولسوالۍ کې د وسله والو وروستي تحرکات وځپل شي.

جنرال دولت وزیري وویل چې نادعلي ته ځانګړي ځواکونه رسېدلي
جنرال دولت وزیري وویل چې نادعلي ته ځانګړي ځواکونه رسېدلي

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"زموږ د کوماندو ځواکونه په نادعلي کې ښکته شوي. نوي ځواکونه ورغلي دي. هوايي ځواکونه هم دغلته عملیات ترسره کوي. دغلته زموږ کافي قوتونه شته، د ۲۰۵ میوند قل اردو جزوتامونه هم په سیمه کې موجود دي او ځانګړي یا د کوماندو قطعات هم په سیمه کې شته."

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د چارشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، وسله والو طالبانو د نادعلي په شین کلي او چاه میرداد په سیمو کې له تهاجمي بریدونه وروسته پرون د چاه انجیر په سیمه کې پر دولتي پوستو بریدونه پیل کړل.

نوموړي وویل چې وسله وال هڅه کوي ځان د ولسوالۍ مرکز ته ورسوي. خو عمر ځواک وايي، نادعلي ته د سې شنبې په ورځ د ملې اردو یو اته سوه کسیزه قطعه رسېدلې چې کوماندو او ضربتي ځواکونه هم په کې دي او دوی د وسله والو د پرمختګ مخه ډب کړې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک

طالب ویاند قاري یوسف رسنیو ته په یو استولي پیغام کې ادعا کړې چې د چا انجیر بازار او شاوخوا پوستې یې له حکومتي ځواکونو نیولي دي.خو د هلمند د والي ویاند ښاغلي ځواک یې ادعا نه مني.

نوموړي د چاه انجیر د جګړې په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"غرمه مهال وسله والو بریدونو ته ډېر زور ورکړی و. خو وروسته کوماندو او ضربتي ځواکونه سیمې ته داخل شول، هوايي ځواکونو هم سیمه کې عملیات پیل کړي او اوس د جګړې شدت دغلته راکم شوی او افغان امنیتي ځواکونه د مخالفو وسله والو د بریدونو په وړاندې په بشپړه توګه چمتو دي."

د چا انجیر په سیمه کې چې د لښکرګاه ښار په لس کیلومترۍ کې پرته ده، دې جګړې د لښکرګاه د ښار د امنیت په اړه هم اندېښنې راپورته کړي.

خو د دفاع د وزارت ویاند دولت وزیري او د هلمند د والي ویاند عمر ځواک دواړو د لښکرګاه ښارته د وسله والو د ګواښ احتمال رد کړ.

افغان چارواکي وايي، د چارشنبې په ورځ د چا انجیر د جګړې په شمول په نادعلي ولسوالۍ کې وسله والو مخالفانو او حکومتي لوري ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د دقیق شمېر په اړه یې بشپړ معلومات نه لري.

XS
SM
MD
LG