د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

امین کریم: د افغان حکومت او حزب‌اسلامي کمېټه ژر خپل کارونه پیلوي


د افغان حکومت او حزب‎اسلامي تر منځ د سولې د تفاهم‎لیک د پلي کېدو ګډې کمېټې یو غړی محمد امین کریم وايي، ټاکل شوې چې دا کمېټه تر دوو راتلونکو ورځو پورې خپل کارونه رسماً پیل کړي.

ښاغلي کریم د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دې تفاهم‎لیک د پلي کېدو لپاره عملي ګامونه اخیستل شوي او د کمېټې د کار له پیل سره به لا چټک شي.

محمدامین کریم
محمدامین کریم

ښاغلي کریم زیاته کړه:

"هغه مهم ټکي چې په فرمانونو کې ذکر شوي، دا ده چې ټولې دولتي ادارې مکلفې دې څو د اجرائیوې شورا پرېکړې اجرا کړي، نو ځکه په دې برخه کې قدمونه اخیستل شوي دي، ټاکل شوې چې تر یوې یا دوو ورځو دغه کمېسیون په رسمي ډول د دولت له لوري پرانیستل شي او خپل عملي کارونه پیل کړي."

د جمهور رئیس محمد اشرف غني او د حزب‎اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار تر منځ د سولې د تفاهم‎لیک تر لاسلیک وروسته جمهور رئیس د یو تقنیني فرمان په ورکولو سره ټولو افغان امنیتي ځواکونو ته امر وکړ چې له حزب‎اسلامي سره اوربند مراعت کړي.

په دغه فرمان کې همداراز له حزب‎اسلامي سره د سولې د موافقې د پلي کېدو لپاره د ګډې کمېټې غړي هم مشخص شوي دي.

له دې سره د کورنیو چارو پخوانی وزیر مجتبی پتنګ وايي چې د دې موافقې د تطبیق چارې باید ژر پیل شي.

د کورنیو چارو پخوانی وزیر مجتبی پتنګ
د کورنیو چارو پخوانی وزیر مجتبی پتنګ

ښاغلي پتنګ زیاته کړه:

"که دغه توافق‎نامه ژر تر ژره عملي جامه وانه‎غوندي، په دې صورت کې د ثبات او په همدې ډول د امنیت او د متوازنو خدماتو مسئله مطرح ده، که دغه توافق‎نامه ژر تر ژره عملي نه‎شي، په هغو سیمو کې چې حزب‎اسلامي دی په هغو سیمو کې عامه خدمات په غوره شکل هغوی ته نه‌رسېږي، هیله لرو چې دا موضوع ژر تر ژره حل شي."

ویل کېږي چې د لاسلیک شوي تفاهم‎لیک له پلي کېدو او همداراز د تور لېسته د حزب‎اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د نوم تر لیرې کولو وروسته به ښاغلی حکمتیار هم کابل ته راشي.

د ګډې کمېټې غړي او د حزب‎اسلامي د مرکچي پلاوي مشر محمد امین کریم له دې وړاندې ازادي راډيو ته ویلي و چې ټاکل شوې د ګډې کمېټې کار له پیلېدو سره د دې حزب د جبهو د منحلولو بهیر هم پیل شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا هم هیله ښودلې چې د روغې جوړې د دې موافقې له عملي کولو سره به په افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره زمینه مساعده شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG