د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۸

د حزب اسلامي په اړه د افغان ولسمشر نوي فرمانونه


افغان پوځیانو ته امر شوی چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي پر پوځي مرکزونو برید ونه کړي او که هغوی ته ګواښ متوجه وي دفع دې کړي.

افغان ولسمشر ټولو امنیتي ارګانونو ته امر کړی چې د حزب اسلامي پوځي مرکزونه په نښه نه کړي او د یادې ډلې د وسله والو د ادغام او د وسلو د تسلیمېدو د پروسې امنیت ونیسي.

محمد اشرف غني د پنجشنبې په شپه دا امر د یوه فرمان له لارې ورکړی او د ملي امنیت شورا یې موظفه کړې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او متحده ایالتونو له تور لیسته د ګلبدین حکمتیار د نوم د لیرې کولو لپاره ګام پورته کړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال ازادي راډیو ته وویل چې ملي امنیت شورا موظفه ګڼل شوې چې په دې اړه کوټلي ګامونه پورته کړي او افغان پوځیانو ته هم د یادې پروسې د امنیت د خوندیتوب مسؤلیت ور په غاړه شوی دی.

مینه پال:امنیت شورا موظفه ګڼل شوې چې په دې اړه کوټلي ګامونه پورته کړي.
مینه پال:امنیت شورا موظفه ګڼل شوې چې په دې اړه کوټلي ګامونه پورته کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"لومړی د ملي امنیت شورا ته دنده سپارل شوې ده چې له تور لیسته د حزب اسلامي د مشر د نوم د ایستلو لپاره اقدام وکړي، بل مسئاله چې تر ټولو زیاته مهمه ده هغه دا ده چې د دوی وسله والې ډلې راځي د افغانستان په امنیتي قواوو کې ادغامېږي یا هغوی خپلې وسلې راوړي د افغانستان امنیتي قواوې به د هېواد په هر ګوټ کې د دوی د ادغام د پروسې د خوندیتوب مسؤلیت ولري."

افغان ولسمشر په فرمان کې دا هم ویلي چې دواړه خواوې باید اوربند مراعات کړي او که له اوربند نه غلطه استفاده وشي او سرغړونه ترې کېږي متخلف به له قانوني چلند سره مخ شي.

د ولسمشر فرمان په دواړو پوځي او سیاسي برخو کې صادر شوی دی.

د حزب اسلامي پر مراکزو د حملو بندېدل، د هغوی د وسلو تسلیمي، د نورو مخالفینو له خوا د هر ډول ګواښونو په وړاندې جدي چمتووالی، د حزب اسلامي له ډلو سره سلا مشورې او له نړیوالو سره همغږي د پوځي برخې د فرمان مهمې مادې دي.

ولسمشر همداراز د حزب اسلامي او افغان حکومت د سولې د تړون د تطبیق لپاره جلا فرمان ورکړی او په څلور ویشتو مادو کې یې په دې اړه اجرائیه کمېسیون د دندو په مخته وړلو موظف کړی دی.

له حزب اسلامي سره د سولې تړون لاسلیک
له حزب اسلامي سره د سولې تړون لاسلیک

له حزب اسلامي نه د تحریمونو لیرې کول، د حزب اسلامي د کدرونو ګمارل، د حزب اسلامي له خوا د زندانیانو خوشې کول او د تړون د تطبیق د اجرائیه کمېسیون جوړښت په سیاسي برخه کې د فرمان له مهمو مسایلو دي.

د اجرائیه کمېسیون لپاره حکومت، حزب اسلامي او سولې شورا خپل استازي ټاکلي او تمه ده چې د شنبې له ورځې کار پیل کړي.

په دغه اجرائیه کمېسیون کې محمد اکرم خپلواک د دولتي پلاوي مشر فیض الله ذکي او مسعود اندرابي ورسره د همکارانو په توګه معرفي شوي دي.

قاضي عبدالحکیم حکیم د حزب اسلامي پلاوي مشر ټاکل شوی غیرت بهیر او محمد امین کریم همکاري ورسره کوي.

د سولې شورا د پلاوي مشري هم عزیزالله دین محمد ته ور په غاړه ده، عطاالرحمن سلیم، حبیبه سرابي، عبدالخبیر اوچقون او فرهاد الله فرهاد یې همکاران دي چې په ګډه به د یاد اجرائيه کمېسیون کارونه مخته وړي.

ولسمشر د پوځي برخې د فرمان د تطبیق لپاره د دفاع وزارت ستر درستیز او د سیاسي برخې د فرمان د تطبیق لپاره امنیت شورا او سولې عالي شورا ته دنده سپارلې ده.

اخوا د حزب اسلامي د شوراګانو د اتحاد مشر او د سولې عالي شورا لوړپوړی غړی محمد امین وقاد د دغو فرمانونو صادرول د سولې په برخه کې یو لوی پرمختګ بولي او وايي چې ډېر مخالفین به سولې ته ور مات کړي.

محمد امین وقاد
محمد امین وقاد

هغه زیاته کړه:

"د حزب اسلامي ډېر قوماندانان به د طالبانو یا ان داعش په لیکو کې ارتباطات ونیسي، افغانستان شموله به ډېر مسلح مخالفین چې هغه اوس د حزب په نوم معرفي نه دي ځان به معرفي کوي سوابق هم لري او د سولې له پروسې سره به یوځای کېږي، دا ډېر د ستاینې کار دی چې هم د افغاني او هم نړیوالې ټولنې انتظار هم دا و، دا فرمان په دوو برخو کې ډېر ښه صادر شو."

افغان حکومت لومړی وار له حزب اسلامي سره د میزان په لومړۍ نېټه د سولې تړون لاسلیک کړ او بیا د میزان په اتمه د ولسمشر اشرف غني او ګلبدین حکمتیار تر لاسلیک وروسته دا تړون نافذ وګرځول شو.

اوس چې د یاد فرمان له مخې د شوي تړون تطبیق ته کار پیل شوی وبه کتل شي چې څومره عملي کېږي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG