د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

پکتياوالو هېواد کې د سولې اړوند روانو هڅو ملاتړ وکړ


د پکتيا په مرکز ګردېز کې نن چهارشنبه سلګونو کسانو د يوې غونډې په ترڅ کې د حزب اسلامي او افغان حکومت تر منځ د سولې د تړون‌ليک ملاتړ وکړ او په جنګ کې یې د ښکېلو ټولو اړخونو څخه وغوښتل چې افغانستان کې د روان تاوتريخوالي د له‌منځه تلو لپاره دې له حکومت سره سوله وکړي.

د پکتيا د قومونو او خلکو په استازولۍ په دغې غونډه کې ډېرو قومي مخورو، علماوو او د ولايتي شورا وکيلانو خبرې وکړې.

ديني عالم او د پکتيا د علماوو ټولنې مشر مولوي خالقداد حقاني په دغې غونډه کې سولې ته د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار د راتګ د هرکلي تر څنګ وويل:

"يو ارمان زموږ او ستاسې پوره شو، له داسې ارمان نه خدای ته اميد دی چې د دغه ملت هغه پاتې وروڼه چې په مخالفت کې واقع دي له دې ډول روغې او جوړې باور پيدا کوي چې حکمتيار صاحب څرنګه په دې ملت کې ځای لري، موږ هم د دې ولس بچيان يو او اولادونه يو، نو موږ هم دې ولس کې ښه ځای لرو او بايد راشو چې په دې سره به د سولې مراندې قوي شي."

نوموړي دا هم وويل چې په افغانستان کې د جګړې مخنيوي لپاره يوازنۍ لار د شفافو ټاکنو ده چې ټولې وسله‌والې ډلې بايد له دې لارې د يو مشترک حکومت جوړېدو لپاره سره د سولې په ټغر کېني.

په دغې غونډه کې د پکتيا قومي مشر او د ولايتي شورا پخواني رئيس ښايسته جان احدي وويل چې دوی نور په افغانستان کې د وينو توېيدو مخنيوی او سوله غواړي.

ښاغلی ښایسته خان وايي:

"که سوله راشي، وينه توېيدل به بند وي، يو بل به وزغمو دولت دې مخالفين وزغمي، موږ به‌يې هم وزغمو او هغوی به هم زغم پيدا کړي او په دې سره به وطن ارام شي او حکومت به قوي شي او ځواکمن هېواد به ولرو."

د نوموړي په خبره، که چېرته د سولې له روانې پروسې څخه ملاتړ ونه‌شي د خلکو باور به کم او په افغانستان کې به نورې وسله‌والې ډلې او طالبان هم سولې ته غاړه کېنږدي.

جمعه خان همدرد
جمعه خان همدرد

​د حزب اسلامي او افغان حکومت تر منځ د سولې د تړون د ملاتړ په مناسبت جوړه شوې غونډه کې چې له مرکز کابل او نورو ولايتونو څخه ورته لسګونه مشران راغلي وو، د حزب اسلامي غړي او د پکتيا پخواني والي جمعه خان همدرد هم خبرې وکړې او ويې‌ويل:

"په دې نېږدې شپو ورځو کې د حکومت او طالبانو تر منځ دوه درې ناستې شوې دي چې موږ يې ملاتړ کوو او يوازنۍ لاره د افغانستان د بحران له‌منځه وړلو همدغه ده، که موږ طالبان او نور مخالفين په دې پروسه کې شامل شو او يوې نتيجې ته ورسېږو چې يو مستقل ازاد او د خلکو په مستقيمه رأيه حکومت رامنځته شي، نو تاسو باور وکړئ چې له هغه وروسته به يوه اوونۍ هم خارجیان نه‌وي، ځکه د جنګ زمينه ختمېږي."

ده دا هم وويل چې که دا ځل د سولې تړون لپاره د افغان حکومت مشرانو ښه پاملرنه ونه‌کړه، ښايي د خلکو باور په دې ډول پروسو کم او افغانستان کې بحران لا زيات شي.

د پکتيا د مدني ټولنو استازو هم ويل چې که چېرته افغان حکومت غواړي په افغانستان کې د وينې توېیدنې مخه ونيسي نو د سولې پروسې د تقويې لپاره دې کار وکړي، د ځوانانو په پارلمان کې د پکتيا د ځوانانو استازی او مدني فعال شفيق‌الله سحر وويل:

"په دې غونډه کې د خلکو ارزو دا وه چې هغه توافق‌ليک چې د حکومت او حزب اسلامي تر منځ لاسليک شوی دی، باید نړيواله ټولنه او افغان حکومت‌يې ومني او هغه تعذيرات او په تور لېست کې د ګلبدين حکمتيار شموليت بايد ايسته کړل شي او دې تړون ته ژمنتيا څرګنده شي او د خلکو د سولې ارمان پوره شي."

دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې نېږدې يوه مياشت وړاندې د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې توافق‌ليک لاسليک شو او له هغه وروسته په بېلابېلو ولايتونو کې د دې تړون څخه د خلکو ملاتړ څرګند او د سولې راتلو هیلې وټوکېدې.

راپور: داود تپان

XS
SM
MD
LG