د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۶

کریم: حزب اسلامي به هغه کسان خوشې کړي چې ورسره بندیان دي


د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب‎اسلامي وایي، له افغان حکومت سره د سولې تړون د اجرائیه کمېسیون د کار له پيل سره سم به هغه کسان خوشې کړي چې دوی بندیان کړي دي.

د دغه ګوند یوه لوړپوړي غړي محمدامین کریم د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته تائید کړه چې یو شمېر کسان له دوی سره بندیان دي خو دقیق شمېر یې نه دی معلوم.

ښاغلي کریم وویل، ډېر ژر د دغو کسانو د خوشې کولو لړۍ پيلیږي.

ښاغلي کریم زیاته کړه:

"د تړون په اتلسمه ماده کې راغلي چې کله دایمي اوربند اعلانېږي او مشترک اجرائیه کمېسیون په دې اړه خپل کار پیلوي د دولت بندیان ټول خوشې کېږي. د دوی د شمېر په اړه متاسفانه دقیق معلومات نه لرم خو ډېر ژر همدا چې اجرائیه کمېسیون کار پیل کړي د دغو بندیانو خوشې کول پیلیږي."

د حزب‎اسلامي دغه لوړپوړي چارواکي همدا راز وویل چې د دوی نظامي قومندانانو اوربند منلی او په دې اړه د راتلونکو پرېکړو په تمه دي.

له افغان حکومت سره د حزب‎اسلامي د سولې په تړون کې یو له مهمو برخو د بندیانو خوشې کول دي چې دواړه لوري یې په عملي کولو مکلف ګڼل شوي دي.

اخوا د سولې عالي شورا وايي، د دوی په باور له حزب‎اسلامي سره به د پام وړ اندازه بندیان نه وي خو بیا هم د اجرائیه کمېسیون کار ډېر ژر پیلیږي.

د سولې عالي شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم
د سولې عالي شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم

د سولې عالي شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته په دې اړه داسې وویل:

"ډېر مطمئین نه یم چې له حزب‎اسلامي سره د پام وړ بندیان ولرو. دې ته په پام چې موږ په موافقې کې لیکلي چې د موافقې له اجرا سره سم حزب‎اسلامي د دولت بندیان که ورسره وي خوشې دي کړي. د اجرائیه کمېسیون د تشکېل په جوړښت کار شوی په یو، دوه ورځو کې بشپړېږي او غړي به یې له تکمېلېدو وروسته کار پیلوي."

ښاغلي سلیم وویل، د سولې عالي شورا او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب‎اسلامي د سولې د تړون اجرائیه کمېسیون ته خپل کسان معرفي کړي خو یوازې د حکومت پلاوی پاتې دی.

د حزب‎اسلامي او افغان حکومت د سولې د تړون له لاسلیکه څه باندې دوه اوونۍ تیریږي خو لاهم د هغه کمېسیون کار نه دی پيل شوی چې د بندیانو د خوشې کولو، د بندیزونو د لېرې کولو او ځینو نورو مهمو مسائل حل ور په غاړه دی.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG