د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

امریکا وايي، د افغانستان د سولې خبرو کې به مداخله ونه‎کړي


د امریکا متحده ایالتو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د سولې د خبرو له لارې ثبات راتلای شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند مارک ټونر په واشنګتن کې خبریالانو ته وویل چې امریکا د افغانانو په مشرۍ د سولې د هر راز هڅې ملاتړ کوي.

ښاغلي ټونر زیاته کړه:

"موږ په دې باور یو چې سوله، اصلي او یوازنۍ لاره ده چې ورسره په افغانستان کې اوږد مهاله سوله او ثبات راتلای شي. د همدې لپاره موږ د افغانانو په مشرۍ د افغانانو له لوري د سولې ملاتړ کړی څو د دې هېواد شخړو ته حل‎لاره پیدا شي. موږ به تر خپل وسه دې ملاتړ ته ژمن پاتې شو."

د قطر غیر رسمي خبرو کې له افغان حکومته طالبانو درې غوښتنې کړې وې.
د قطر غیر رسمي خبرو کې له افغان حکومته طالبانو درې غوښتنې کړې وې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وروسته تر دې خبري غونډې ته د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې چې وویل شول چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې د قطر مرکز دوحه کې روانه میاشت او تېره میلادي میاشت ترسره شوې دي.

خو مارک ټونر وویل چې د قطر د خبرو په اړه معلومات نه‎لري.

ټونر زیاته کړه چې امریکا به کله هم د افغانستان د سولې په خبرو کې مداخله ونه‎کړي.

تر دې مخکې د طالبانو سرچینو قطر او عربي متحده امارتو کې روېټرز اژانس ته ویلي وو چې د افغانستان له پلاوی سره‌یې غیر رسمي خبرې کړې دي، خو په دې خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه‎دی شوی.

د طالبانو یوه استازي ویلي چې د دوحې په دواړو غونډو کې یوه امریکایي برخه لرله خو د پاکستان له لوري څوک په دې خبرو کې نه‌و.

بلې‌خوا ته د ملاهبت‌الله په مشرۍ د طالبانو ډلې ویلي دي چې په تېرو دوو میاشتو کې دوی د افغانستان د حکومت له پلاوي سره خبرې نه‌دي کړي او د دا ډول خبرو خپرېدل یوازې تبلیغات دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مارک ټونر
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مارک ټونر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، د سیمې هېوادونه د افغانستان د سولې په بهیر کې مهمه ونډه لري.

ده د هند او پاکستان ونډه د افغانستان لپاره مهمه وبلله.

ټونر وايي:

"لکه څرنګه چې د سیمې ځواکمن هېوادونه د یوه هېواد په کورنیو چارو کې ونډه لرلای شي، یو واقعیت همدغه دی او موږ د همدې لپاره هڅې کوو چې پر پاکستان فشار راولو څو هغه ترورېستي ډلې چې غواړي پاکستان کې خوندي پناه‎ځایونه ولري، وځپي. همداراز موږ د پاکستان او هند د ډېرو خبرو غوښتنه کوو ځکه چې په دې باوري یو چې دا خبرې د سیمې د کړکېچونو په کمېدو کې مرسته کولای شي. موږ همداراز له افغانانو او د افغانستان له حکومته د هند ملاتړ ډېر ګورو."

یو شمېر څېړونکي په دې باور دي چې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر له مړینې وروسته چې دا ډله په دوو برخو ووېشل شوه، د سولې خبرې ورسره ستونزمنې شوې.

خو حزب‎اسلامي چې په وروستیو کې یې د افغانستان له حکومت سره د سولې تړون لاسلیک کړ، وایي، هڅې کوي څو طالبان د سولې خبرو ته راکاږي.

XS
SM
MD
LG