د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

عدلیې وزارت وايي د املاکو ۴۰۳ قضیې یې د حکومت په ګټه تمامې کړي


د افغانستان عدلیې وزارت وايي، دغه وزارت د ځمکو او عامه ملکیتونو په برخه کې د سلګونو حقوقي قضیو څخه د دولت په ګټه دفاع کړې.

عدلیې وزارت وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې يې ۴۰۳ د ځمکو، نقدو پیسو، اپارتمانونو او دوکانونو د غصب قضیې د دولت په ګټه تکمیل کړي دي.

د یاد وزارت مسؤلین وايي، زیاتره ځمکې او ملکیتونه چې قضيې يې د دولت په ګټه بشپړې شوي، په کابل، هرات، کندهار، بدخشان، فاریاب، دایکندي او بغلان ولایتونو کې دي.

د عدليې وزارت ویاند محمد امان ریاضت د دوشنبې په ورځ کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د يادو قضیو تر څنګ يو شمېر داسې قضیې هم شته چې د دولت په زیان تمامې شوي.

نوموړي زیاته کړه:

"له نېکه‌مرغه د عدلیې وزارت تر اوسه ۴۰۳ وارده قضیې چې په‌کې ۹۹۳۴ جریبه ځمکه ده، ۱۷ دوکانونه دي، اته دېرش میلیونه اووه سوه دیارلس زره او پنځه سوه درې افغانۍ او شپږ لکه څلورشپېته زره څلور سوه دوه دېرش ډالره دي چې د دولت په ګټه‌يې قضيې پای ته رسېدلي همدارنګه هغه قضیې چې د دولت په زیان پای ته رسېدلي ۹۳۱ جریبه ځمکه ده."

ښاغلی ریاضت د قانون په چوکاټ کې له هغو دولتي ادارو چې د ځمکو او ملکیتونو د غصب له ستونزې سره مخ وي او اسناد ولري، غوښتنه وکړه چې خپل اسناد او مدارک دې دوی ته وسپاري تر څو دوی يې له قضیو څخه دفاع وکړي.

د افغانستان د عراضۍ خپلواکې ادارې د معلوماتو له مخې د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې ۱.۵ میلیونه جریبه دولتي ځمکه د زورواکو او مافیايي کړیو له‌خوا غصب شوې.

د دوی د معلوماتو له مخې زیاتره دغه ځمکې په کابل، کندهار، ننګرهار، بلخ، نیمروز او هرات ولایتونو کې غصب شوي دي.

ریاضت: ۱.۵ میلیونه جریبه دولتي ځمکه د زورواکو او مافیايي کړیو له‌خوا غصب شوې.
ریاضت: ۱.۵ میلیونه جریبه دولتي ځمکه د زورواکو او مافیايي کړیو له‌خوا غصب شوې.

د عراضۍ د خپلواکې ادارې ویاند حاجي غلام حسین رحماني د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په هېواد کې د ځمکو د غصب د مخنیوي لپاره‌یې يوه پنځه کلنه ستراتېژي جوړه کړې او وزیرانو شورا ته‌يې لېږلې ده.

په ورته وخت کې د ولسې جرګې د اداري فساد په وړاندې مبارزې کمېسیون غړی سید محمد حسن شریفي بلخابي وايي، د ځمکو او ملکیتونو د غصب په برخه کې د عدلیې وزارت دغه کړنې کافي نه‌دي او په دې برخه کې باید تر دې زیاتې هڅې وشي.

بلخابي: په دې برخه کې باید تر دې زیاتې هڅې وشي.
بلخابي: په دې برخه کې باید تر دې زیاتې هڅې وشي.

نوموړي زیاته کړه:

"دغه شمېرې ډېرې محدودې دي، موږ منو چې په دې برخه کې هڅې شوي، خو اړتیا تر دې هم ډېره ده او زموږ ستونزو ته ځواب ورکوونکې نه‌ده."

ښاغلی بلخابي ټينګار کوي چې په تېرو کلونو کې زیاتره ځمکې د دولت د هغو چارواکو له‌خوا غصب شوي چې په لوړو دولتي څوکیو کې کار کوي او يا هم د حکومت له ملاتړ څخه برخه‌من دي.

نوموړی وايي، د غصب شویو ځمکو بېرته ترلاسه کول يوې پياوړې سیاسي ارادې او په ټولو د يو شان قانون پلي کولو ته اړتیا لري.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG