د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۸

د کابل والي: د کابل ځمکو د غاصبینو لیست ولسمشر ته سپارل شوی


د کابل والي وايي، د کابل ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو او اړوندو ناحیو کې ۴۲ زره جریبه ځمکه غصب شوې او د غصب لړۍ لا هم دوام لري.

نوموړي وویل، د دغه ولایت د مسؤولینو په وینا د ځمکو غاصیبن په حکومت کې د خپل نفوس څخه په ګټې اخیستنې هڅه کوي دولتي او غیر دولتي ځمکې غصب کړي چې څرګنده بېلګه يې د بګرامۍ ولسوالۍ د ګوسفند درې نهه زره جریبه ځمکه ده چې د غصب تر جدي ګواښ لاندې ده.

د کابل والي حامد اکرم د دوشنبې په ورځ په کابل کې په همدې اړه جوړې شوې غونډه کې وویل چې په کابل کې د ځمکو غصب يوه جدي مسئله ده او دوی د غاصیبونو په وړاندې په کلکه مبارزې ته اماده دي او په دې اړه يې له ولسمشر سره هم خبرې کړي.

هغه زیاته کړه:

"د ځمکو غاصیبن ټولو ته معلوم دي، لیستونه یې له ولسمشر او ولسوالانو سره شته، په ټولیزه توګه په ټول کابل کې تردې مهاله ۴۲ زره جریبه ځمکه غصب شوې او د غصب لړۍ لا هم دوام لري."

ښاغلی اکرم وايي، د ځمکو غاصبین او د دولت وسله مخالفین چې د دولت په خلاف جنګېږي هیڅ توپیر نه لري.

د کابل د بګرامۍ ولسوال احمد شفیع سوله مل غونډې ته د وینا پرمهال وویل چې د بګرامیو اړوند د ګوسفند درې په ساحه کې ۹۰۰ زره جریبه ځمکه چې دولتي ملکیت دی غاصبین هڅه کوي چې غصب یې کړي خو دوی يې په وړاندې قاطع دریځ لري.

په افغانستان کې د ځمکو غصب کومه نوې خبره نه ده او تر دې مخکې په یو شمېر ولایتونو کې د یو شمېر زورواکو له خوا د ځمکې د غصب خبره راپورته شوې ده.

دو تنه قومي مشران حاجي محد ګل او حاجي زیارت ګل:

"غاصب سره په څنګ کې څوک شته چې غصب کوي،په دوو کسو باډي ګاردانو باندې په کسو او بیچاروو باندې ظلم کوي او حتا قتل ته یې رسوي."

"د هر چوک قیمت بیل معلوم ده او خرڅيږي،که قوماندان ده که ريئس د ناحیه ده پرې چوک غرڅ شوي وي،دا د ولس اواز لس وارو ستاسو غوږو ته رسېدلی خو هیڅوک اقدام پرې نه کوي."

په ورته وخت کې د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مينه پال وايي چې د ځمکو د غصب په برخه کې د ولسمشر دریځ څرګند دی او هر هغه څوک چې دغه عمل ترسره کوي هغه سره به قانوني چلند کېږي.

دواخان مینه پال
دواخان مینه پال

هغه زیاته کړه:

"د افغانستان د ولسمشر دریځ د ځمکو د غاصیبونو په برخه کې روښانه او څرګند دی،هر هغه څوک که هغه د دولت په چوکاټ کې وي او که د دولت د چوکاټ څخه د باندې چې ځمکې غصبوي،له هغوی سره قانون چلند کېږي."

ښاغلي مینه پال وايي، جمهور رئيس اشرف غني د هېواد ټولو والیانو ته حکم کړی چې په پوره قوت سره دې د ځمکو د غاصبینو مخه ونیسی او هغه کسان چې تر اوسه یې دولتي او یا غیر دولتی ځمکې غصب کړي، عدلي ارګانونو ته را معرفي کړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG