د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

"د ځمکو په غصب کې تورن کسان دې عدليي ارګانونو ته معرفي شي"


د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی له حکومته غواړي چې د ځمکو د غاصبینو ترتیب کړی لېست ژر خپور او تورن کسان عدليي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.

دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کیږي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ ولسمشر غني کندز ته د سفر پرمهال وویل چې د ځمکو د غضب څه باندې ۱۶ زره کسان تشخیص شوي او په وړاندې به یې اقدام وشي.

دا څو یم ځل دی چې افغان حکومت د دولتي ځمکو د غاصبینو د لېست د برابرولو خبره کوي، خو تر اوسه هم د ځمکو د لویو غاصبینو نومونه نه دي افشا شوي او دا ستونزه لا روانه ده.

اوس د ولسي جرګې لومړی مرستیال له ولسمشر غني څخه غواړي چې د ځمکو د غاصبینو ترتیب شوی لېست خپور او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپاري.

د ولسي جرګې دویم مرستیال محمد نذیر احمدزي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د ځمکو د غاصبینو په وړاندې به د حکومت هرجدي اقدام ملي شتمنۍ خوندي کړي.

ښاغلي احمدزي زیاته کړه:

"ولسي جرګه د ولسمشر له دې پروګرامه ملاتړ کوي او هیله کوي چې څومره چې ژر کېدای شي د غاصبیبنو نوم لړ اعلان شي او عدليي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي چې نور د افغانستان له ملي شتمنیو څخه دفاع وشي."

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرمحمد اشرف غني تېره پنجنشبه کندز ته د خپل سفر پرمهال ویلي چې په ټول هېواد کې د ځمکو ۱۶ نیم زره اساسي غاصبین پيژندل شوي او په وړاندې یې اقدام وخت ته اړتیا لري.

ولسمشرغني وویل چې په تېره شپږو میاشتو کې په ځینو سیمو کې یوه اندازه غصب شوې ځمکې له غاصبینو څخه خلاصې شوي دي.

ښاغلي ولسمشر زیاته کړه:

"د ځمکوغصب یوه سراسري مساله ۱۶زره پنځه سوه د ځمکو اساسي غاصیبن تشخیص شوي، وخت راکړئ چې په اساسي دا مساله تصفیه کړم، په تېرو شپږو میاشتو کې په ټولو ولایتونو کې د پام وړ برخه تر اوسه بېرته نه ده ترلاسه شوې، خو د غصب شویو ځمکو راګرځول مو پیل کړي دي."

څه موده وړاندې افغانستان د ځمکې ادارې ویلي و چې په ۳۴ ولایتونو کې د غاصبینو له خوا یو اعشاریه درې میلیونه جریبه ځمکه غصب شوې ده چې تر ټولو زیاته ځمکه په کابل، ننګرهار، کندهار، بلخ او هرات ولایتونو کې ده.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې په غاصبینو کې قومي مشران، د سیمې بانفوذه خلک او همدا رنګه د ملي اردو او ملي پولیسو ځیني افسران شامل دي چې په کابل کې یې د دولتي چارواکو له خوا ملاتړ کیږي.

بل خوا د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عالي اداره وايي که چېرې د ځمکو د غاصبینو لېست خپور شي، نو د هغوی اصلي څيرې به ملت ته روښانه او له نورغصبه به مخنیوی وشي.

د دغې ادارې مشر سید حسین فخري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د دا ډول یوه لېست خپورل به، زه فکر کووم، د خلکو د عامه پوهاوي لپاره ښه دی او بل دا چې د ځمکو د ځینو غاضیبنو نومونه افشا کیږي چې دا هم له مسالې سره مرسته کوي او بل د ځمکو د غضب له کموالي سره هم مرسته کوي."

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې پخواني حکومت هم د ځمکو د غاصبینو په وړاندې اقدامات کړي، خو دا چې لوړ پوړېو حکومتي چارواکې له غاصبینو څخه ملاتړ کوي د حکومت هڅې ناکامې شوې وې.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG