د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

د هند-پاکستان پر پوله راکټي حملو لږ تر لږه درې کسان ووژل


د هند او پاکستان په پوله کې د راکټي حملو په نتیجه کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي او ۱۲ نور ټپيان دي.

د پاکستان پوځ وايي، په دې حملو کې د هرپال او چاروا سیمې چې پنجاب له جمو نه بېلوي هدف ګرځېدلي دي.

خو د هند پوځ وايي، دا پېښې په پورا، پارګوال او کاناچاک سیمو کې شوې دي.

د پاکستان پوځ ویلي په جنګلورا کلي کې په راکټي حملو سره په وژل شویو کې یو کلن ماشوم هم شامل دی او اووه نور ملکیان ټپيان شوي دي.

پاکستاني چارواکي وايي، دا حمله‌یې د هندي پوځیانو په ځواب کې کړې ده.

اخوا د هندي پوځیانو یوه ویاند روېټرز خبري آژانس ته ویلي چې د هند تر ولکې لاندې جمو کې د پاکستاني پوځیانو په حمله کې د هند د سرحدي ځواکونو یو سرتېری وژل شوی او پنځه ملکیان چې په‎کې دوه ښځې او یو ماشوم هم شامل دی ټپيان دي.

دا په تېرو درېیو ورځو کې د د هند دوهم سرتېری دی چې په یاده سیمه کې وژل کېږي.

کشمیر سیمه کې د هند او پاکستان تر منځ په پرته پوله کې وروسته له هغه د دواړو لورو له‎خوا پر یو بل برېدونه زیات شول چې وسله‎والو حمله کوونکو ۱۸ هندي پوځیان په یوري سیمه کې په یوه حمله کې ووژل.

دا په ۱۴ کلونو کې د هندي سرتېرو لپاره تر ټولو خونړۍ حمله وه.

هند پاکستان تورن کړ چې د سپټمبر په ۲۹مه د دې حملې تر شا یې لاس درلود.

خو پاکستاني چارواکو د هندي مقاماتو دا ادعا رد کړه.

ان د پاکستان صدراعظم هم په وار-وار په خپلو خبرو کې هند تورن کړ چې د ده په خبره په کشمیر کې د ظلم او ستم د پټولو لپاره پاکستان د بېلابېلو حملو په خاطر تورنوي.

د هند او پاکستان تر منځ د لږ تر لږه وروستیو څو میاشتو جنجال زیات لاملونه لري.

جولای میاشت کې د هند له‎خوا د یوه کشمیري جنګیالي د وژل کېدو په غبرګون مظاهرې وشوې چې د هندي سرتېرو له‎خوا د مظاهره‎چیانو د ځپلو په عملیاتو کې ۹۰ کسان ووژل شول.

دغې پېښې هم د وروستیو لانجو د پراخېدو زمینه برابره کړه او یو ځل بیا په سرحدي سیمو کې د حملو سبب وګرځېده.

هند او پاکستان له ۱۹۴۷ میلادي کاله چې سره جلا شوي درې واره سترې جګړې کړي چې دوه‌یې د کشمیر په مسئلې وې او د وخت په تېرېدو په دې لانجمنې سیمې د دوی جنجال لازیاتېږي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG