د همالیا غرونو اوبه د هند او پاکستان تر منځ کړکېچنې او پېچلې اړیکې یوه نوي حساس پړاو ته رسوي.
راپورونه وايي چې د هند صدراعظم غواړي چې له اوبو نه د پاکستان د منزوي کولو د یوې وسیلې په توګه کار واخلي.
هند په داسې حال کې چې په کشمیر کې د خپل پوځ پر یوې پوستې د وسلهوالې حملې او ۱۹ هندي سرتېرو د وژنې اغېز تر اوسه احساسوي پرېکړه کړې چې د پوځي اقداماتو پر ځای د اوبو د بندونو له جوړولو د پاکستان پر ضد د یو ډيپلوماټیک ځوابي اقدام په توګه کار واخلي.
د هند صدراعظم نرېندرا مودي غواړي له اوبو څخه د خپل بهرني سیاست د مهمې وسیلې په توګه کار واخلي او ویلي یې دي څو چې د وینو تویول بند نهشي اوبه نهشي روانېدای.
څارونکي په دې باور دي چې د ۱۹۶۰ میلادي کال د اوبو تړون په اړه بیا غور په سیمه کې د قدرت په لوبه کې بدلون راوستلای شي.
د سیاسي چارو کارپوه حسن عسکري رضوي وايي چې پاکستان ته د اوبو په جریان کې هر راز بدلون به د پاکستان لپاره مرګوني عواقب ولري.
رضوي وايي، دې ته په پام سره چې د پاکستان د ۱۹۲ میلیونه وګړو له څلورو درې برخې د ژوند د دوام لپاره د سند سیند د اوبو پر زېرمو متکي دي نو دې سیند ته د اوبو په جریان کې خنډ به د پاکستان د کرنې شبکه چې د دې هېواد د اقتصاد د ملا تیر دی له ستونزو سره مخامخ کړي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره اټکل کوي چې د پاکستان د ناخالص ملي تولید په سلو کې ۲۴ د کرنې له سکټوره ترلاسه کېږي، په داسې حال کې چې د دې هېواد په سلو کې ۹۵ کرکېله د سند سیند د اوبو پر سرچینو متکي ده.
که څه هم تر اوسه معلومه نهده چې هندوستان د ۱۹۶۰ کال د اوبو تړون فسخه کوي کنه خو اسلاماباد ویلي چې که هند دا کار وکړي نو پاکستان به دې کار ته د جګړهییز اقدام په سترګه وګوري.
د هند د استخباراتو پخوانی مشر وېکرم سود وايي چې پاکستاني پوځي مشران له هېڅ شي دومره اندېښنه نهلري لکه پنجاب ایالت ته د اوبو د بندولو له احتمالهیې چې لري، ځکه دا کار به په دې ایالت کې سیاسي ناامنیو ته لمن ووهي.
پنجاب له یوې خوا د پاکستان د کرنیزو تولیداتو تر ټولو لویه تولیدوونکې صوبه ده او له بلېخوا د دې هېواد د پوځ اکثر مشران او چارواکي پهکې استوګن دي.
وېکرم سود که څه هم وايي، هند د ۱۹۶۰ کال د اوبو د تړون بیخې فسخه کول په پام کې نهلري خو یادونه کوي چې په دې تړون کې جزئي بدلون هم پر پاکستان خورا زیات ناوړه اغېز کولای شي.
هند کې شاوخوا شپږ سوه میلیون وګړي اوس مهال د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخامخ دي په داسې حال کې چې په هند کې د روانو سیندونو په سلو کې اتیا سلنه اوبه پاکستان ته ځي او یوازې په سلو کې له شل برخې څخهیې په هند کې دننه کار اخیستل کېږي.
د هند صدراعظم په پام کې لري چې د دې اوبو مخه د بندونو د جوړولو په وسیله راوګرځوي خو کله؟ څنګه چې بلومبرګ خپرونې لیکلي؛
د نویو بندونو د جوړولو وړاندیز لومړی باید نړیوال بانک ته واستول شي.
هند اوسمهال پاکستان ته د اوبو بهیر نهشي بندولای ځکه د اوبو د زېرمه کولو امکانات نهلري.
د نړیوال بانک یو مقام وايي، هند او پاکستان دواړو اوسمهال ښودلې چې د ۱۹۶۰ کال د اوبو تړون رعایتوي.