د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

د هند او پاکستان خرابې اړیکې به پرسیمه څه اغېز ولري؟


د تېرو دوو کلونو پر مهال د پاکستان حکومت هلې ځلې کړي چې د هندوستان له حکومت سره اړيکې ښې کړي.

په ۲۰۱۳میلادي کال کې په پاکستان کې د انتخاباتو پر مهال د اوسني صدراعظم نواز شريف، ګوند مسلم لیګ ژمنه دا وه چې دوی به د پاکستان له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره اړیکې ښې ساتي په ځانګړې توګه له هندوستان سره به سوداګريزې او اقتصادي اړيکې جوړوي.

کله چې ناریند مودي د هندوستان د صدراعظم په توګه وټاکل شو، نواز شريف د ده د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړ.

خو وروسته په هندوستان کې تروريستي پېښې وشوې او هندوستان د دې پېښو تور پر پاکستان پوري کړ او له پاکستانه يې د دې هېواد له خاورې د فعاليت کوونکو تروريستي ډلو د مخنیوي غوښتنه وکړه.

هندوستان د دې پېښو په عکس العمل کې وويل چې پاکستان به په سياسي توګه يوازي کړي.

ملالۍ بشير له پاکستاني سناتور افراسياب خټک سره مرکه کړې ده او په سر کې يې پوښتلي چې د دې دواړو هېوادونو تر منځ خرابې اړیکې به پر سيمه څه اغېز ولري؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:36 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG