د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۵

ننګرهار کې د داعش ډلې بیا فعالېدو عوامل څه دي؟


پوځي کارپوهان له داعش نه د بهرنیو استخبارتي کړیو ملاتړ او د حکومت له لوري په مؤثره توګه د دغې ډلې نه ځپل کېدل د داعش د بیا فعالېدو عمده عوامل ګڼي.

د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې د داعش او پاڅون کوونکو ترمنځ وروستیو وسله والو نښتو بیا په دغه ولایت کې د داعش ډلې د حضور په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.

یو شمېر پوځي کارپوهان وايي، که څه هم په ننګرهار کې د داعش د حضور خبره نوې نه ده، خو دوی وایي چې د حکومت د بې غورۍ له کبله دغه ډله بیا په دې ولایت کې فعاله شوې ده.

پوځي کارپوه یوسف امین ځاځي له ازادي راډیو سره په خبرو کې هغه لاملونه چې ګواګې د ده په خبره په ننګرهار کې د داعش پر بیا فعالېدو کې رول لري داسې بیان کړل.

کارپوهان: حکومت باید نه وای پریښې چې داعش ډله بیا په ننګرهار کې فعاله شوې وای.
کارپوهان: حکومت باید نه وای پریښې چې داعش ډله بیا په ننګرهار کې فعاله شوې وای.

نوموړي زیاته کړه:

"داعش وسله والې ډلې یا د نورو وسله والو ډلو عقبي جبهې خلاصې دي، هلته هغه کومې استخباراتي کړنې چې باید وشي هغه نه ترسره کېږي، سرحدات مو خلاص دي دوی راځي په کلیو او بانډو کې ځای پرځای کېږي نو دغه لوی عوامل دي چې حکومت نه شي کولای په مقابل کې یې جدي اقدامات وکړي."

په ننګرهار کې د داعش د حضور په اړه دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې تېره اوونۍ د ننګرهار د پچیراګامولسوالۍ په پاس پچیر سیمه کې د داعش او پاڅون کوونکو ترمنځ د وسله والې نښتې له کبله دواړو خواوو ته مرګ ژوبله واووښته.

د ننګرهار د سیمه ییزو چارواکو په وینا داعش ډله د دغه ولایت په اچین، هسکې مینې، کوټ او د پچیر اګام په ولسوالیو کې فعاله ده.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړی ذبیح الله زمری وايي، په ننګرهار کې د بهرنیو استخباراتي کړیو له هر اړخیز ملاتړ پرته د داعش ډلې فعالیت ممکن نه دی.

نوموړي زیاته کړه:

"دا جنګ له پلان، امکاناتو او منابعو پرته نه کېږي او د دغه جګړې تر شاه بهرني استخباراتي او پوځي منابع دي چې تمویلوي یې."

دا په داسې حال کې ده چې شاخوا دوه میاشتې وړاندې افغان ځواکونو په ننګرهار کې د داعش وسله والو پرضد پراخ عملیات وکړل چې هغه مهال افغان چارواکو په یادو عملیاتو کې ګڼو داعشیانو ته د مرګ ژوبلې د اوښتولو د ادعا ترڅنګ د دغه ډلې د مهمو مرکزونو د لمنځه وړلو خبره هم کړې وه.

د افغانستان د دفاع وزارت بیا په ننګرهار کې د داعش ډلې فعالیتونه د اندیښنې وړ نه بولي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې افغان خاص ځواکونه هره ورځ په ننګرهار کې عملیات کوي او هیڅکله به اجازه ورنه کړي چې داعش په ننګرهار کې مرکزونه جوړ کړي.

وزیري: اجازه به ورنه کړو چې داعش ننګرهار کې مرکزونه جوړ کړي.
وزیري: اجازه به ورنه کړو چې داعش ننګرهار کې مرکزونه جوړ کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ په دومداره توګه هره ورځ د ځانګړو ځواکونو عملیات لرو نو بناً زه تاسو ته ډاډ درکوم چې ننګرهار کې دوی نه مراکز جوړولای شي او نه هغه خطر رامنځته کولای شي چې په اول کې رامنځته کړی وو."

د ولسي جرګې یو شمېر غړي بیا تاکید کوي چې حکومت باید د داعش حضور ته په کمه سترګه ونه ګوري او له هرې ممکنې لارې په مؤثره توګه د دغه ډلې د پراخېدو مخه ونیسي.

د ولسي جرګې غړې حبیبه دانش وايي چې په وروستیو کې په تخار او بدخشان ولایتونو کې هم د داعش ډلې د حضور په اړه جدي اندېښنې را پورته شوي دي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG