د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۶

ننګرهار کې د داعش ډلې پرضد دوهم پړاو پوځي عملیات پیل شوي


د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي د داعش پرضد د عملياتو لومړی پړاو چې د داعش د مهمو مرکزونو له منځه وړل و په بریالیتوب پای ته ورسېدل او دویم پړاو چې ټولې سيمې به له وسله والو پاکوي پيل شوي دي.

په همدې تړاو د پنجشنې په ماسپښین په خبري ناسته کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو مطبوعاتي مسؤل جګړن شيرین اقا وويل چې د نورو سره د دې عملیاتو توپير په دې کې دی چې د خاصو ځواکونو، ضربتي قطعي او د ایساف ځواکونو بشپړ ملاتړ له امنيتي ځواکونو سره دی:

شیرین اقا:د خاصو ځواکونو، ضربتي قطعي او د ایساف ځواکونو بشپړ ملاتړ له امنيتي ځواکونو سره دی
شیرین اقا:د خاصو ځواکونو، ضربتي قطعي او د ایساف ځواکونو بشپړ ملاتړ له امنيتي ځواکونو سره دی

"د دې عملياتو ښه والی دادی چې د پخوانيو عملياتو په څېر نه دی په دې عمليآتو کې په ننګرهار کې مېشتو ځواکونو سره د ضربتي قطعي چې بشپړ مجهزه ده، د کمانډو ځواکونو او دارنګه د ایساف ځواکونو بشپړ ملاتړ ورسره دی، تاسو خبر ياستی چې دوه ورځې مخکې د کورنیو چارو وزیر، د ملي دفاع وزير او ایساف ځواکونو عمومي قوماندان ننګرهار ته راغلي و او دلته يي سره ناسته وکړه او د ایساف ځواکونو عمومي قوماندان موږ ته ډاډ راکړ چې د دوی دا همکاري به تر هغې پورې ادامه لري تر څو د داعش ډله په بشپړه توګه لمنځه ولاړه شي."

په دې خبري ناسته کې د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسول حضرت حسين مشرقي وال وويل د قهر سيلاب په نوم عملياتو کې هغه ساحې چې له وسله والو پاکې شي هلته به محلي پولیس ځای پر ځای کېږي:

"دا عمليات د نورو سره توپير دادی چې کومې ساحې له وسله والو پاکې کېږي هلته محلي پولیس ځای پر ځای کېږي په دې اړه زموږ کار جریان لري تردې دمه په کوټ ولسوالۍ کې چې کومې سیمې له وسله والو پاک شوي هلته موږ محلي پولیس ځای پر ځای کړل او دا کار په نورو ولسواليو کې هم ترسره کېږي."

بلخوا د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي وايي، دغه نوي عمليات چې اوس تازه پيل شول دوه پړاوه لري چې لومړی ټولې سیمې به له وسله والو پاکې کېږي او په دویم پړاو کې په یادو ولسوالیو کې د شوراګانو جوړول دي تر څو د ستونز حل په موخه جدي اقدام وکړي:

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګیاڼی
د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګیاڼی

"دا عمليات هم دوه پړاوه لري چې کومې سیمې له وسله والو پاکې شي په هره ولسوالۍ کې پنځوس کسیزه شورا جوړیږي او دا شورا به د سیمې امنيت ساتنه کې همکاري کوي او کله چې کوم څه ته اړتيا لیدل کېږي د همدې شورا له لارې به ورته رسيدګي کيږي."

د ننګرهار د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې د دې عملياتو تر بشپړیدو وروسته په یادو سیمو کې د ثبات رامنځته کېدو لپاره ځانګړی پلان په پام کې لري او په عملي کېدو سره به په یادو سیمو کې پرمختيايي کارونه هم ترسره کېږي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG