د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

رادمنش: له ننګرهار نه به د داعش ډلې ريښې وباسو


افغان ځواکونو په ننګرهار کې د داعش په مراکزو یو پراخ برید پیل کړی.

افغان ځواکونو د امریکايي قواوو په هوایي ملاتړ پرون په ننګرهار کې د اسلامی دولت یا داعش ډلې په مراکزو یو پراخ برید پیل کړ.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې داعشیانو ته د جرمونو په مقابل کې درس ورکړل شو، موږ به ننګرهار کې د دغې ډلې ریښې وباسو.

رادمنش: داعش ته د خپلو جرمونو سزا ورکړل شوه
رادمنش: داعش ته د خپلو جرمونو سزا ورکړل شوه

​دغه راز د ننګرهار ولایت ویاند عطاءالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې د کوټ د غرنۍ ولسوالۍ چې داعش ډلې په‌کې خپلې محکمې او د پوځي روزنې مراکز درلودل پراخې سیمې نیول شوي.

هغه زیاته کړه:

"د دې عملیاتو پر مهال تر اوسه پورې د کوټ ولسوالۍ اکثریت سیمې پاکې شوي دي یوازې یو کلی چې اوس مهال په‌کې تصفیوي عملیات دوام لري دا پاتې دی چې په بشپړ ډول کوټ موږه د داعش له شتون څخه پاک اعلان کړو."

عطاء‌الله خوګیاڼی زیاتوي چې د داعش د یوه لوی قوماندان سعد امارتي په شمول د دغې ډلې سلګونه کسان وژل شوي دي.

د افغانستان په ختیځ کې په داعش دغه برید وروسته له دې پیل شو چې دغې ډلې په کابل کې د روشنايي غورځنګ په مظاهرچیانو باندې د تېرې شنبې ورځې د خونړي برید مسئولیت په غاړه واخیست.

دغه انتحاري برید چې په نتیجه کې یې لسګونه کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شول، په افغانستان کې له تېرو پنځلسو کلونو راهیسې تر ټولو خونړی برید ګڼل کېږي.

په یاد برید کې لسګونه کسان ووژل شول
په یاد برید کې لسګونه کسان ووژل شول

اسلامي دولت یا داعش ډلې په سوریه او عراق کې پراخې سیمې لاندې کړي او هلته‌يې خپل اسلامي خلافت په‌کې اعلان کړی.

دغې ډلې په یوه بیان کې چې د "اعماق" د خبري آژانس له‌خوا خپور شو د کابل د وروستي برید مسئولیت په غاړه واخیسته او وویل چې دغه برید یې د شیعه‌ګانو په یوې غونډې کړی دی.

داعش وویل چې په دغه برید کې یې د هزاره شیعه‌ګانو څخه چې د بشارالاسد د رژیم ملاتړ کوي غچ اخیستی.

د فرانسې خبري آژانس وايي ګڼ شمېر افغان هزارګان د ایران د رژیم له‌خوا په پټه سوریې ته استول شوي او هلته د بشارالاسد د رژیم په وړاندې جنګېږي.

په کابل کې وروستي خونړي برید د داعش ډلې پوځي عملیاتو کې چې پخوا یوازې په ننګرهار کې محدود و یو ډول پراختیا وښودله.

دغه راز افغانستان چې اکثریت خلک‌یې سنیان دي او په تېرو کلونو کې هلې ځلې کړي چې ځان له فرقه‌اي اختلافاتو لیرې وساتي د کابل وروستي خونړي برید د دغه ډول اختلافاتو د پراختیا اندېښنه رامنځته کړه.

خو چارواکي وايي، د کابل وروستی برید د داعش ډلې چې د افغان او امریکايي ځواکونو تر سخت فشار لاندې ده د عملیاتو پراختیا نه‌څرګندوي.

کلیفلنډ:داعش ډېرې سیمې له لاسه ورکړي
کلیفلنډ:داعش ډېرې سیمې له لاسه ورکړي

د امریکايي ځواکونو ویاند چارلز کلېفلنډ د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې داعش ډېرې سیمې له لاسه ورکړي او جنګیالي‌یې چې څو میاشتې مخکې د ننګرهار په نهو ولسوالیو کې وو اوس یوازې په دوو یا درېیو ولسوالیو کې پاتې دي.

XS
SM
MD
LG