د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

نیکولسن: د افغانستان داعش د سوريې او عراق داعش ډلې برخه ده


په افغانستان کې د داعش ډله په سوريه او عراق کې له داعش ډلې سره مستقيم تړاو لري ځکه دا ډله د همغې ډلې برخه ده. دا خبرې په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکولسن د چارشنبې په ورځ کړې.

له اسوشيټېډ پريس خبري اژانس سره د خبرو پر مهال جنرال جان نيکولسن ويلي چې په افغانستان کې د داعش ملاتړي په سوريه او عراق کې پر خپل سر اعلان شوي اسلامي دولت سخت دريځې ډلې خلافت څخه مستقيمې مالي، لوژيستيکې او مخابراتي مرستې تر لاسه کوي.

نيکولسن په افغانستان کې د داعش غړيو ته په اشاره ویلي:

"دوی د غړيتوب غوښتنه کړې او غوښتنه يې منل شوې. دوی باید ترځينو امتحانونو تېر شوي وای. د دوی په اړه د داعش په مجله دابق کې اعلانونه شوي."

په افغانستان کې د داعش مرکزونه په ختيځ ولایت ننګرهار کې دي چې له پاکستان سره پر ګډه پوله پروت دی.

په دغه ولايت کې اوس مهال د افغان امنيتي ځواکونو له خوا د داعش مرکزونه په نخښه شوي. دغه عمليات د امريکايي ځواکونو په ملاتړ پر مخ تللي.

د داعش مرکزونه په ختيځ ولایت ننګرهار کې دي چې له پاکستان سره پر ګډه پوله پروت دی.
د داعش مرکزونه په ختيځ ولایت ننګرهار کې دي چې له پاکستان سره پر ګډه پوله پروت دی.

د شفق په نوم دغه عمليات په ننګرهار ولايت کې د شنبې په ورځ پيل شول. دا څو ساعته وروسته له هغه چې داعش سخت دريځې ډلې په پلازمېنه کابل کې د هغه ځانمرګي بريد مسئولیت ومانه چې په کې تر اتيا پورې کسان ووژل شول او تر دوه سوه زيات نور ټپيان شول.

دا په سیمه کې په ۲۰۰۱میلادي کال کې د طالبانو د رژيم له ړنګېدو وروسته تر ټولو لويه حمله وه چې مسئوليت يې داعش ومانه.

له همدې کبله په افغانستان کې د داعش ډلې د وړتياوو په اړه اندېښنې زياتې شوې.

نيکولسن ويلي چې د داعش غړي د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په نتيجه کې له کوټ ولسوالۍ څخه د جنوب پر لور پر شا تمبېدلي.

ده زياته کړې، کله چې سيمه بشپړه تصفیه شي، ملکي ځواکونه لکه افغان پوليس، به بېرته سیمې ته ننوځي چې د داعش د غړېو مخنیوی جاري وساتي.

په افغانستان کې د داعش څانګه د اسلامي دولت خراسان ولايت په نوم ياديږي.

XS
SM
MD
LG