د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۲:۲۴

د ننګرهار په تصفیه شوېو سیمو کې د دفاع وزارت نوی پلان


د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د ننګرهار ولایت یو شمېر سرحدي ولسوالۍ به پرې نه ږدي چې د داعش جنګیالي په کې بیا ځالې جوړې کړي.

د دې وزارت ویاند دولت وزیري د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د ننګرهار ولایت هغه سرحدي سیمې چې د عملیاتو په نتیجه کې د داعش له جنګیالیو پاکې شوي، هلته به وضعیت ته په کتو سره د ملي اردو، ملي پولیسو او یا د سیمه ییزو پولیسو دایمي پوستې جوړې کړي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"په ننګرهار ولایت کې چې تصفیه بشپړه شي، په هغو ځایونو کې چې ثابت شي هلته به د اردو د ګارنېزون پوستې واچوو. هلته چې د ملي پولیسو ته ضرورت وي، د ملي پولیسو پوستې به جوړې کړو او په کومو ځایونو کې چې د سیمه ییزو پولیسو ضرورت وي هلته به د کوټ، اچین او د شینوارو څخه جوړې، د سیمه ییزو پولیسو پوستو فعالې کړو. اوس هم د کوټ او داسې نورو ولسوالۍ خلک له افغان ځواکونو سره یو ځای د داعش پر ضد جنګیږي."

ښاغلي وزیري وویل، د دې پوستو له فعالېدو سره به د ننګرهار ولایت په سرحدي ولسوالۍ سوله ټینګه او بې ځایه شوي کورنۍ به بېرته ورستانه او خپل عادي ژوند به پیل کړي.

د ننګرهار ولایت سرحدي ولسوالۍ لکه دور بابا، اچین، کوټ، هسکه مینه او داسې نورې سیمې، له څه باندې یوه کال راهیسې د داعش د جنګیالیو تر برید لاندې دي چې له امله یې په زرګونه کورنۍ د خپلو سیمو پریښودلې ته اړې شوې.

د دفاع وزارت وايي، په یادو سیمو کې د عملیاتو په نتیجه کې کوټ او یو شمېر نورې ولسوالۍ د داعش له جنګیالیو پاکې شوي او پیل شوي عملیات به د ټولو سرحدي ولسوالیو تر بشپړې تصفیې پورې جاري وي.

د چارو پوهان د دې پوستو پر استحکاماتو، د ځواکونو ترمنځ په همغږۍ او د ځواکونو په لیکو په پلټنو تاکيد کوي.

جنرال عتیق اله امرخېل
جنرال عتیق اله امرخېل

د دې کارپوهانو له ډلې پخواني جنرال عتیق اله امرخېل ازادي راډیو ته وویل:

"د ځواکونو ترمنځ همغږي نشته. پوستې باید د توپچي او ټانک په مقابل کې قوي استحکامات ولري. بله دا چې په پوستو کې تفتیش ضروري دی چې له مخالفینو سره اړیکې ټنیګې نه شي. که دې مسئلو ته پام وشي، مخالفین هیڅکله هم نه شي کولای چې برید وکړي."

داعش د وسله والو طالبانو تر څنګ بله هغه ډله ده چې د افغانستان امنیت یې په ځانګړي ډول په ختیځ کې له ستونزو سره مخ کړی، خو افغان امنیتي چارواکي وايي چې اوس نو نوموړې ډلې سخته ماته خوړلې او بیا به د ورته پخوانیو تحرکاتو جوګه نه شي.

خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG