د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۷

سرچینه: د طالبانو د قطر دفتر درې استازي اسلام اباد ته تللي


د طالبانو د قطر د دفتر درې استازي اسلام اباد ته تللي، په دې اړه په قطر کې د طالبانو یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې دا درې تنه به په پاکستان کې له مېشتو طالب مشرانو سره د سولې د خبرو اترو په اړه سلا مشورې کوي.

د جمعې په ورځ په قطر کې د طالبانو یوې سرچینې ازادي راډیو ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې د طالبانو د قطر د سیاسي نماینده ګۍ درې تنه استازي پاکستان ته تللي دي.

د دې سرچینې په وینا، دوی به په پاکستان کې د مېشتو طالب مشرانو سره د دوی او افغان حکومت تر منځ د سولې د احتمالي خبرو اترو په اړه سلا مشورې وکړي.

په قطر کې د طالبانو دې سرچینې همدارنګه وویل چې پاکستان ته تللی دا پلاوی به په پاکستان کې د پاکستاني چارواکو سره د یو شمېر افغان طالب مشرانو پر وروستیو نیونو هم خبرې وکړې.

پاکستان څو ورځې وړاندې کوټه کې درې طالب مشرانو ونیول
پاکستان څو ورځې وړاندې کوټه کې درې طالب مشرانو ونیول

سلیمان اغا، مولوي صمد ثاني او مولوي احمد الله چې په ملا ناني مشهور دی په دې وروستیو کې په بلوچستان کې د پاکستاني امنیتي ادارو له خوا نیول شوي دي.

په قطر کې د طالبانو دې سرچینې ازادي راډیو ته وویل، مولوي شهاب الدین دلاور مولوي جان محمد مدني او ملا عبدالسلام په هغه پلاوي کې شامل دي چې له دوحې څخه پاکستان ته تللي.

دې سرچینې که څه هم پاکستان ته د طالبانو د قطر د دفتر د استازو د سفر هدف هلته له مېشتو طالب مشرانو سره د سولې د خبرو په اړه سلا مشورې وښودې او ویې ویل چې له پاکستاني چارواکو سره به یوازې د طالبانو د وروستیو نیول شویو غړیو پر موضوع خبرې کوي، خو ګارډین ورځپاڼې بیا د طالبانو د دوو لوړ پوړ چارواکو له خولې ویلي چې له دوحې څخه پاکستان ته تللی د طالبانو دا پلاوی به د پاکستاني امنیتي چارواکو سره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د احتمالي خبرو اترو پر مسئلې بحث کوي.

ګارډین ورځپاڼې د جمعې په ورځ په یو راپور کې وویل چې دا درې تنه طالب استازي د چهارشنبې په ورځ له دوحې څخه پاکستان ته روان شوي.

ګارډین د یو لوړ پوړي چارواکي له خولې ویلي:

"د طالبانو پلاوی به له پاکستاني چارواکو سره د سولې د خبرو په شمول پر بېلابېلو مسئلو خبرې وکړي او هغوی سره به وروستي معلومات شریک کړي."

پاکستان ته له قطر څخه د طالبانو د سیاسي دفتر د درې غړیو د سفر راپور په هغو راپورونو پسې خپرېږي چې وايي، د سیپټمبر او اکټوبر په میاشتو کې د افغانستان د ملي امنیت رئیس محمد معصوم ستانکزي دوه ځلې په قطر کې له طالب استازو خبرې کړي.

همدارنګه د پنجشنبې په ورځ د طالبانو یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل، دا اوونۍ په سعودي عربستان کې له افغان چارواکو سره د سولې دریم پړاو خبرې پیلېږي.

د جمعې په ورځ په کوټه کې د طالبانو یوې بلې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یاد شي ازادي راډیو ته وویل، پاکستان له دوحې څخه د طالبانو د سیاسي دفتر د پلاوي دوه غړي مولوی شهاب الدین دلاور او ملا جان محمد مدني به د نعیم وردګ سره یو ځای د دې اوونۍ په پای کې سعودي عربستان ته ولاړ شي او هلته به په خبرو اترو کې د طالبانو په استازیتوب برخه واخلي.

تر اوسه پورې طالبانو، پاکستاني چارواکو او افغان حکومت په رسمي توګه د وروستیو پرمختګونو په اړه تبصره نه ده کړې، خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد څو ورځې مخکې په یوې خبرپاڼې کې هغه راپورونه رد کړل چې ګوندې په قطر کې دې د دوی استازو له افغان حکومتي چارواکو سره خبرې اترې کړي وي.

په داسې حال کې چې د افغان حکومت او طالب استازو تر منځ قطر کې د پاکستان له حضور پرته د سولې د خبرو راپورونه خپاره شوي او راتلونکې اوونۍ ویل کېږي چې دواړه لورې سعودي عربستان کې خبرې کوي، پاکستان ته د دوحې څخه د طالبانو د دفتر د استازو سفر ګڼې پوښتنې راپورته کړي دي.

ګارډین ورځپاڼه وايي، سره له دې چې پاکستان هم د طالبانو په واک ته رسېدو او هم د ناټو په وړاندې د دې ډلې د مقاومت په بیا تنظیمولو کې د دوی مهم متحد و خو د طالبانو په تحریک کې د ننه یو شمېر طالبان د دوی په چارو کې د پاکستان له لاس وهنې ناخوښه دي.

XS
SM
MD
LG