د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۹

له ټولنیزو رسنیو نه د سمې استفادې په اړه د افغان حکومت اقدامات


مجازي یا ټولنیزو شبکو نن سبا د افغانستان د شااوخوا دېرش میلیونه وګړو یوه برخه بوخت ساتلې ده.

هغه بوختیا چې د وګړو تر منځ یې د اړیکو په برخه کې شته ستونزې تر یو بریده له منځه وړي دي، خو کله نا کله یې ستونزې هم جوړي کړي دي.

د بوږنونکو عکسونو او ویډیوګانو خپرول، سیاسي او هنري څېرو ته سپکاوی او د داسې مطالبو لیکل چې د ځینو په باور قومي او مذهبي شخړو ته لمن وهي، په افغانستان کې له ټولنیزو شبکو د ناوړه استفادې موارد بلل کېږي.

په ولسي جرګه کې د بدخشان استازې فوزیه کوفي یوه له هغو کسانو څخه ده چې وایي، له دې ستونزو سره لاس او ګرېوان ده.

مېرمن کوفي وایي، د دې په نوم یوازي په فیسبوک کې ۴۰ اکاونټونه جوړ شوي چې له همدې ادرسونو ناوړه تبلیغ کېږي.

کوفي: زما په نوم یوازي په فیسبوک کې ۴۰ اکاونټونه جوړ شوي.
کوفي: زما په نوم یوازي په فیسبوک کې ۴۰ اکاونټونه جوړ شوي.

نوموړې زیاته کړ:

"زما په نوم د فیسبوک یو اکاونټ جوړ شوی و چې پکې د یوه پخواني ولسمشر د مېرمني انځور ایښودل شوی و او ویل شوي و چې د دې په اړه څه نظر لری، زیات شمېر کسانو دا نظر ورکړی و چې ستا څه مو دا تمه نه درلوده، زه په خپله هم ډېره خفه شوم ځکه دا فیسبوک زما په کنټرول کې نه و او نه پوهیږم چې چا جوړ کړی، تصادفاً دا اکاونټ ډېر خوښونکي هم لري."

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم دې ستونزې ته د حل لارې د پیدا کولو په لټه کې دی.

د دغه وزارت مرستیال سید کمال سادات وایي، په وروستیو اونیو کې د رسنیو په قانون کې ځینې تعدیلات راوړل شوي او جمهوري ریاست ته یې استولي دي.

هغه طرحه چې د ښاغلي سادات په خبره په تصویبېدو او عملي کېدو سره به یې د ټولنیزو شبکو کارونکي تعقیبېږي او ځیني اکاونټونه به هم و تړل شي.

سادات:د رسنیو په قانون کې ځینې تعدیلات راوړل شوي.
سادات:د رسنیو په قانون کې ځینې تعدیلات راوړل شوي.

نوموړي زیاته کړه:

"فیسبوک هم په یوې رسنۍ بدل شوی، په یوه ښوونځي ان په یوه پوهنتون بدل شوی دی، که چا ښه ګټه ترې پورته کړه، موږ به یې و نازوو، که قانون جوړ شو او چا ترې سر غړونه وکړه، بیا به هغه مجازات شي. "

دا مهال له ټولنیزو رسنیو د کار اخیستو په برخه کې کوم قانون نشته او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي د وزارت ویاند یاسین صمیم وایي، له تېر یوه کال راهیسي له سایبري جرمونو سره د مبارزې پر قانون کار کوي.

محمد یاسین صمیم
محمد یاسین صمیم

هغه زیاته کړه:

"موږ له سایبري جرمونو سره د مبارزې او د الکترونیکي معاملو قانون ځکه جوړ او عدلیې وزارت ته واستوی تر څو یو ه حقوقي لاره موجوده وي چې پر بنسټ یې له معتبرو شبکو سره تړون لاسلیک کړو چې که په راتلونکي کي کومه ستونزه را پیدا کېږي،موږ و کړای شو د هغو سرورونو او «آي. پي» ګانو ته لاس رسی ولرو."

اخوا له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې یا نی اجرائیوي مشر مجیب خلوتګر له سایبري جرمونو سره د مبارزې له قانون څخه ملاتړ څرګندوي.

خو نوموړی پر ټولنیزو شبکو د محدودیت پر وضع کولو او د کارونکو له استخباراتي څارنې سره یې مخالفت ښیي.

خلوتګر: موږ د هغه څه پر وړاندې باید ځواب ویونکي و اوسو چې لیکو یې.
خلوتګر: موږ د هغه څه پر وړاندې باید ځواب ویونکي و اوسو چې لیکو یې.

هغه زیاته کړ:

"موږ د هغه څه پر وړاندې باید ځواب ویونکي و اوسو چې لیکو یې، خو دا ځواب ورکونه باید د اړوندو ادارو لکه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لپاره وي، نه دا چې استخباراتو یا ملي امنیت ریاست ته باید ځواب ورکړو."

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژی وزارت وایي، دا مهال د افغانستان پنځه میلیونه وګړي له انټرنټ څخه ګټه پورته کوي چې ۸۷ سلنه یې له فیسبوکه کار اخلي.

له فیسبوک وروسته ټویټر او یوټیوب په افغانستان کې ډېر کارول کېږي.

ځينې ارواپوهان په دې باور دي چې له ټولنیزو رسنیو ناوړه ګټه اخیستونکي معمولاً هغه کسان دي چې په ژور خپګان اخته دي.

خو دا چې د افغانستان حکومت به تر کومه په دې بریالی شي چې له ټولنیزو شبکو د ناوړه ګټې مخه و نیسي، دا به د وخت په تېرېدو سره روښانه شي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

له ټولنیزو رسنیو نه د سمې استفادې په اړه د افغان حکومت اقدامات
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:03 0:00

XS
SM
MD
LG