د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۰

عبدالله: قومي تبعیض د هېواد پر امنیتي وضعیت بد اغېز کولای شي


د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، د نورو ستونزو تر څنګ قومي تبعیض او تفرقه‎ اچونه هم پر امنیتي ځواکونو او په ټوله کې د هېواد پر امنیتې وضعیت ناوړه اغېز لرلای شي.

عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ‌یې د وزیرانو شورا په غونډه کې خبرې کولې ټینګار وکړ چې هېڅ‌څوک دولتي پوسټونو کې د داسې خبرو او کړنو حق نه‎لري چې خلک له یو بله جلا کړي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

ښاغلي عبدالله عبدالله زیاته کړه:

"په دې کې شک نه‎شته چې یو شمېر کړۍ قومي مسائلو ته لمن وهي چې په حقیقت کې دا کار د دښمن دی، د افغانستان خلک دې په دې اړه بېداره واوسي او چاته دې اجازه نه‌ورکوي چې برخلیک سره‌یې لوبې وشي."

اجرائیه رئیس په داسې حال کې د قومي تبعیض په اړه خبرې کوي چې په ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول فېسبوک کې ځینۍ کړۍ دې مسائلو ته لمن وهي او د ډېریو په باور چې دا کار د پردیو په لمسونې تر سره کېږي.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان کارپوهان هم قومي تبعیض او نفاق اچونه د افغانانو د یووالي لپاره خورا خطرناک بولي.

رنجبر: زموږ ټول جهادي تنظیمونه د قوم پر بنیاد جوړ شوي.
رنجبر: زموږ ټول جهادي تنظیمونه د قوم پر بنیاد جوړ شوي.

سیاسي کارپوه کبیر رنجبر په دې اړه وايي:

"زموږ ټول جهادي تنظیمونه د قوم پر بنیاد جوړ شوي او په‎ خپل منځ کې یې دومره وژنې، او دومره وینې تويې کړي چې ان د روس په مقابل کې یې هم دومره وژنه نه‌وه کړې."

د ښاغلي رنجبر په خبره ټول افغان او په ځانګړي ډول رهبران باید نور د قومي، ژبني او سمتي تبعیض پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي.

افغانستان کې ټول قومونه وروڼه او د افغانستان د اساسي قانون له مخې د مساوي حق خاوندان ګڼل شوي او افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په وار وار سره په خپلو خبرو کې دا ویلي چې هېڅ افغان له بل افغان څخه کم نه‌دی او هېڅ افغان له بل افغان څخه زیات نه‌دی.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG