عراقي چارواکي وايي، له اسلامي دولت یا داعش ډلې نه د موصل ښار د نیولو لپاره عملیات په چټکۍ مخته روان دي.
د عراق صدراعظم حیدرالعبادي وايي، له اسلامي دولت ډلې یا داعش نه د موصل ښار د نیولو لپاره له تمې زیات مخکې تګ شوی دی.
حیدرالعبادي د پرمختګونو دا خبره پرون په پاریس کې یوې غونډې ته د وېډیويي کنفرانس له لارې وکړه.
هغه د عراق او کردي پوځیانو تر منځ له همکارۍ ستاینه وکړه او ویېویل چې دا سرتېري د عراق د یوې سیمې د ازادولو لپاره په ګډه جنګېږي.
هغه زیاته کړه:
"په موصل کې زموږ جنګ یو عراقي جنګ دی، د عراقیانو لهخوا د عراق د ازادولو لپاره پیل شوی دی."
د عراق صدراعظم دا څرګندونې د موصل د بیا نیولو لپاره د پیل شوې جګړې په څلورمه ورځ وکړې.
عراقي پوځیانو د موصل له جنوب نه عملیات پیل کړي او پرون د «بارتلې» کلي د نیولو لپاره د امریکا په مشرۍ ائتلاف هوايي پوځیانو هم ملاتړ ته وردانګلي.
د کردانو پېشمرګه جنګیالیو په داعش باندې د شمال او شمال ختیځ له لوري حملې کړي دي.
خو داعش یا اسلامي دولت ډلې ویلي چې په ټولو برخو کې یې د مقابل لوري د پوځیانو حملې دفع کړي او پر شاهیې تمبولي دي.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ په پاریس کې د فرانسې او عراق لهخوا د وزیرانو په کچه یوې ګډې غونډې ته وویل چې د داعش د جوړېدونکي خلافت په زړه کې د داعشیانو لهمنځه وړل مهم دي خو باید تر هغې وځپل شي چې بل چېرته د تلو توان پيدا نهکړي.
هغه زیاته کړه:
"موږ باید د هغو ترورېستانو لهمنځه وړلو ته لستوڼي بډ وهو چې له موصل نه د رقعې په لور روان دي، موږ خپله بریا یوازې د ترورېستانو د ځای د بدلولو په معنی نهشو ورکولای، موږ باید اجازه ورنهکړو چې له موصل نه تښتېدونکي کسان وکولای شي په نورو ځایونو کې بیا په مخالفت لاس پورې کړي."
د روېټرز خبري اژانس له مخې د عراق دولتي ټلوېزیون د امنیتي چارواکو په حواله ویلي چې د بارتلې په جګړه کې اتیا وسلهوال داعشیان وژل شوي، سرتېري دې کلي ته ننوتي او یوولس موټرونه چې بمونه هم پهکې ځای پر ځای و لهمنځه وړي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې په دې وروستیو درېیو ورځو کې شاوخوا پنځه نیم زره کسان له موصل نه تښتېدلي دي.
د اسلامي دولت یا داعش وسلهوالو په ۲۰۱۴ کال کې موصل ښار ونیوه چې د عراق تر ټولو دوهم ستراتيژیک ښار بلل کېږي.
لوېدیځ هېوادونه که څه هم د موصل له عملیاتو ملاتړ کوي خو اندېښنه لري چې د دولتي پوځیانو په پرمختګ او د ترهګرو په له منځه تلو سره به په موصل کې چې د بېلابېلو ادیانو یو میلیون اوسېدونکي پهکې ژوند کوي په فرقهيي شخړو سره وانهوړي.
راپور: صفيالله ستانکزی