د لاسرسي لېنکونه

د عراق له دوهم لوی ښار موصل څخه په زرګونو اوسېدونکي تښتېدلي دي.

له اسلامي دولت ډلې څخه د موصل ښار د نیولو لپاره د عراق د پوځ پراخ عملیات لا هم دوام لري.

وروسته له هغه چې په عراق کې د اسلامي دولت ډلې څخه د هغه هېواد د دوهم لوی ښار موصل د بېرته نیولو عملیات پیل شوه، داسې راپورونه خپاره شوه چې د سیمې زرګونه اوسېدونکي له جګړو څخه تښتېدلي او لا هم د وتلو په حال کې دي.

د ناروې د مهاجرت شورا د یوې ساحوي خیریه موسسې سرپرستې «کورتني لیر» وایي، د عراق د کردستان په «اربیل» سیمه کې د دغو بېځایه شویو لپاره د مرستو پر رسولو خبرې کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"د ناروې د مهاجرت شورا اوس مهال د موصل ښار له بېځایه شویو سره د پراخو مرستو د رسولو لپاره چمتو والی نیسي، تمه ده په لومړیو اونیو کې تر دوه سوه زره کسان او په عمومي ډول تر اوه سوه زره کسان په راتلونکو میاشتو کې له موصل څخه ووځي، د بشري مرستو ټولنې د مرستو په اړه سخت چمتووالی نیسي، خو په یوه وخت کې دغو ټولو کسانو ته مرسته رسول به له ستونزو خالي نه وي."

د ماشومانو د خوندیتوب خیریه موسسه وایي، په تېرو لسو ورځو کې پنځه زره کسان له سرحد څخه سوریې ته اوښتي دي او کمپ «الهول» ته رسېدلي دي.

ددغې موسسې یوه استازي طارق قادر د موصل بحران په اړه ویلي چې وضعیت ډېر خراب دی اوتمه کېږي چې زرګونه نور کسان هم له خپلو کورونو ووځي.

د ملګرو ملتونو سازمان وایي، کمپ الهول په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۹۰۰ تنه منلي دي او تمه کېږي چې تر درې زره ډېر نور کسان چې د قاچاق وړونکو لخوا رسول شوي دي، هم دغه کمپ ته ورسېږي.

دغه کسان اوس د امنیتي اړخه تر غور لاندې دي.

کمپ الهول په لومړي سر کې د ۷۵۰۰ کسانو لپاره جوړ شوی وو، خو اوس لا نور هم د پراخېدو په حال کې دی څو پنځوس زره کسان پکې ځای شي.

بلخوا د موصل ښار په جنوب، ختیځ او شمال کې هم ورته کمپونه جوړ شوي دي.

ګمان کېږي چې د موصل ښار د وګړو شمېر تر یو میلیون ډېر وي.

د موصل عملیات د اکتوبر پر اولسمه نېټه پیل شوي چې تر اوسه عراقي ځواکونو او کردي وسله والو څو کلي له اسلامي دولت ډلې څخه نیولي دي.

XS
SM
MD
LG