د لاسرسي لېنکونه

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي، د عراق شمال کې د موصل ښار د نیولو لپاره پوځي عملیات به سخت وي خو باور لري چې عراقي ځواکونه به داسلامي دولت وسله‎والې ډلې یا داعش ته ماته ورکړي.

ولسمشر اوباما پرون سې شنبه سپینه ماڼۍ کې وویل، په موصل کې د پوځي عملیاتو پيل د پرمختګ یو بل ستر ګام دی.

د عراق پوځ د دوشنبې په ورځ له داعشه د موصل ښار د بېرته نیولو لپاره پوځي عملیات پیل کړل.

په‎ دې عملیاتو کې د امریکا په مشرۍ ائتلافي قواوې د عراقي ځواکونو هوايي ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG