د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۱

د خبریالانو په اړه پر کورنیو چارو وزارت د ارګ انتقاد


افغان حکومت وايي، د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښونو قضیې په سمه توګه نه دي څېړل شوي.

د ولسمشر دویم مرستیال وايي، د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښونو له سلګونو قضیو څخه کم يې تر لويې څارنوالۍ رسېدلي دي.

سرور دانش وايي، په تېرو څو کلونو کې د کورنیو چارو وزارت نه دی توانېدلی چې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښونو قضیې په سمه توګه وڅېړي او عدلي او قضايي ارګانونو ته یې وسپاري.

ښاغلي دانش د چهار شنبې په ورځ د خبریالانو او رسنیو د امنیت خوندیتوب د کړنلارې په دویمه ناسته کې د کورنیو چارو وزارت له مسؤولنیو او نورو امنیتي ادارو څخه وغوښتل چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

سرور دانش
سرور دانش

​ښاغلي دانش وویل:

"هغه څه چې موږ له کلونو راهیسې په ځانګړې توګه په دې نږدې وختونو کې له څارنوالۍ سره له نږدې څارلي، په دې برخه کې زموږ پولیسو کې ډېرې ستونزې موجودې دي، د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښونو قضيې له بده مرغه له پولیسو پورته نه دي تللي او داسې سلګونه قضيې هم هلته پاتې شوي او ډېر کم يې څارنوالۍ ته تللي."

ښاغلي دانش وویل د خبریالانو او رسنیو د خوندیتوب نوې کړنلاره به د خبریالانو او رسنیو د خوندیتوب لپاره يو ګتور ګام وي.

د خبریالانو ځینې مدافع ډلې وايي، که څه هم دا کړنلاره ډېره جامع ده، خو که پلي کولو ته ‌یې جدي تدابیر ونه ‌نیول شي بې ګټې به وي.

افغان خبریالان او د دوی اړونده ټولنې وايي چې اطلاعاتو ته نه ‌لاسرسی، ناامني، د خبریالانو د وژنو او تاوتریخوالي دوسیو نه‌ څېړل او ځینې نور داسې موارد دي چې دوی یې په کاري چاپېریال کې اندېښمن کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د رسنیو څخه د ملاتړ بېلابېلو ټولنو هم په افغانستان کې د خبریالانو پر نه خوندیتوب اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د نورو کلونو په پرتله د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی دوه چنده شوی دی.

بل پلو د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د خبریالانو د قضیو په برخه کې د ولسمشر د دویم مرستیال خبرې دقیقې دي:

صدیق صدیقي
صدیق صدیقي

​ښاغلي صدیقي وویل:

"دا خبرې د ولسمشر د مرستیال دي او د دوی ارزونه بېخي دقیقه ده، د همدې لپاره دوی د دغه کمیټې مشري کوي ترڅو دغه ستونزې حل شي."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په تازه پېښه کې څو ورځې وړاندې په زابل کې افغان خبریال محمد یعقوب شرافت د نامعلومو وسله والو لخوا ووژل شو او د پېښې عاملین له سیمې په تېښته بریالي شول.

افغان خبریالان همدې ته په اشارې وايي چې افغان حکومت باید د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې په جدي ډول او شفاف وڅېړي او عاملینو ته یې سزا ورکړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG