د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

نی: خبریالانو سره د تاوتریخوالي پېښې په بې‌ساري ډول زیاتې شوي


د افغانستان ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ټولنه يا نی اندېښنه ښيي او وايي چې په روان کال کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې په بې‎ساري توګه زیاتې شوي دي.

نی د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي له عاملینو سره د قانوني چلند د نه‎کولو له امله پر حکومت انتقاد کوي.

د دغه بنسټ رئیس صدیق‌الله توحیدي د دوشنبې په ورځ کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال وویل چې د نورو کلونو په پرتله روان کال د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي په برخه کې يو ناوړه کال وو.

توحیدي: له بده‎مرغه ۲۰۱۶ د خبریالانو لپاره يو ښه کال نه‌وو.
توحیدي: له بده‎مرغه ۲۰۱۶ د خبریالانو لپاره يو ښه کال نه‌وو.

ښاغلي توحیدي زیاته کړه:

"له بده‎مرغه ۲۰۱۶ میلادي کال د خبریالانو لپاره يو ښه کال نه‌وو، د شرافت په ګډون ۱۳یا ۱۴ کسه ووژل شول چې په نورو کې په اوسط ډول دغه شمېره له درې کسانو پورته نه‌وه، همدارنګه له ۵۰ نه ډېر د تاوتریخوالي پېښې په روان کال کې ثبت شوي او ۲۰ خبریالان له ناامنو ولایتونو بې‌ځایه شوي هم دي."

ښاغلی توحیدي د زابل ولایت له محلي چارواکو او افغان حکومته غوښتنه وکړه چې د زابل ولایت د ملي راډیو ټلوېزیون د خبریال یعقوب شرافت وژونکي ونیسي او د قانون منګلو ته‌یې وسپاري.

زابل ولایت کې د ملي ټلوېزیون خبریال يعقوب شرافت د يکشنبې په ماښام د ناپېژانده وسله‎والو له‎خوا ووژل شو.

زابل کې نامعلومو وسله‌والو خبریال یعقوب شرافت وواژه
زابل کې نامعلومو وسله‌والو خبریال یعقوب شرافت وواژه

د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ بنسټونو او د خبریالانو څخه د ملاتړ د ټولنو په وینا، اطلاعاتو ته نه ‌لا‎سرسی، ناامني، د ژورنالېستانو او خصوصي رسنیو اقتصادي ستونزې، له ښځینه ژورنالېستانو سره ناوړه چلند، د خبریالانو د وژنو د دوسیو نه‌څېړل او داسې نور، هغه موارد دي چې د افغان ژورنالېستانو کار یې له ستونزو سره مخ کړی.

د راپورونو له مخې دا مهال لږ تر لږه ۱۰زره خبریالان په ۷۵ ټلوېزیوني چینلونو، شاوخوا ۲۰۰ راډیو ګانو او سلګونو چاپي رسنیو کې په کار بوخت دي چې ډېر ځله‌‌یې په وړاندې د تاوتریخوالي راپورونه خپرېږي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې لومړي مرستیال حاجي عبدالظاهر قدیر د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې په عمومي غونډه کې د زابل د ملي راډيو ټلوېزیون خبریال یعقوب شرافت وژنه وغندله او د پېښې په اړه‌یې د پلټنو غوښتنه کوي.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال حاجي عبدالظاهر قدیر
د ولسي جرګې لومړی مرستیال حاجي عبدالظاهر قدیر

ښاغلي قدیر زیاته کړه:

"زه هم په خپل وار سره د زابل ولایت د ملي راډیو ټلوېزیون خبریال یعقوب شرافت وژنه په کلکو ټکو غندم، د محلي او مرکزي ادارې نه جدي غوښتنه کوم څو د قضیې جدي پلټنه وکړي."

د افغانستان د خپلواکو ژورنالېستانو ټولنه هم روان کال د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی کال ګڼي.

د نوموړي ټولنې رئیس رحیم‌الله سمندر وايي، حکومت يوازې وعدې کوي خو په عمل کې یې د خبریالانو لپاره هېڅ هم نه‎دي کړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG