د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۸

پویا: خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۸ پېښې رامنځته شوي


په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو څخه د ملاتړ ټولنې په دغه هېواد کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښو په ډېرېدو اندېښنه څرګندوي.

د رسنیو بازار او د افغانستان د ژورنالېستانو شورا چې د سې شنبې په ورځ‌یې په کابل کې د ژورنالېستانو په وړاندې د تاوتریخوالي غندلو غونډې جوړې کړې وې ټینګار کوي چې د دې کار دوام به د خبر رسولو کار ته زیان ورسوي.

د "رسنیو بازار" په نوم د ټولنې مشر حامد پویا وايي چې د حکومت د ټولو ژمنو سره-سره یوازې په تېره اوونۍ کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي اته پېښې رامنځته شوي چې ډېرې یې د دولتي چارواکو له‎خوا دي.

د رسنیو بازار په نوم د ټولنې مشر حامد پویا
د رسنیو بازار په نوم د ټولنې مشر حامد پویا

ښاغلي پویا زیاته کړه:

"بدبختانه په تېره یوه اوونۍ کې د خبریالانو، رسنیو او د بیان د ازادي په وړاندې تر ټولو بدې پېښې شوې دي، د اتو په شاوخوا کې خبریالان د تاوتریخوالي سره مخ شوي دي چې په دې کې د مرګ ګواښ، نیول، وهل ډبول او د تښتولو ارادې شاملې دي."

نوموړی وايي چې د خبریالانو په وړاندې دا پېښې په کابل، غور، تخار، زابل او غزني ولایتونو کې رامنځته شوي دي.

د رسنیو بازار په نوم بنسټ وايي چې که د تېر په څېر دا پېښې بیا جدي ونه‌څېړل شي، افغانستان کې به د رسنیو کار او رسنۍ ورو-ورو د سقوط په لوري ولاړې شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د رسنیو څخه د ملاتړ بېلابېلو نورو ټولنو هم په افغانستان کې د خبریالانو پر ژوند اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د نورو کلونو په پرتله د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی دوه چنده ډېر شوی دی.

د کابل په یوه بله برخه کې بیا په همدې ورځ د افغانستان د ژورنالېستانو شورا د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښو د غندلو تر څنګ د جګړو په سیمو کې د خبریالانو پر ژوند اندېښنه څرګنده کړه.

د دې شورا مشر حفیظ الله بارکزي په دې اړه خبري غونډې ته وویل چې د جګړو له امله د خبریالانو ستونزې زیاتې شوي او باید حکومت‌یې لاس‎نیوی وکړي.

ښاغلي بارکزي زیاته کړه:

"اوس بحث د ځاني او مالي زیانونو دی په همدې ډول د بشري حقونو او دیني ارشاداتو له مخې رواني امنیت مطرح دی، زموږ ژورنالېستان چې د کورنیو سره بې‌ځایه شوي، کورونه‌یې وران شوي او رسنۍ یې له ستونزې سره مخ شوي دي څوک‌یې د زیانونو خساره ورکوي."

افغان چارواکي وايي چې حکومت د خبریالانو او رسنیو د خوندیتوب لپاره کار کوي او په دې اړه‌یې د ملګرو ملتونو په غونډه کې هم غږ اوچت کړی دی.

له دې سره حکومت د رسنیو څخه د ملاتړ بنسټونو سره یوځای مشترکه کمېټه جوړه کړې او د دې کمېټې مشر نجیب شریفي له ازادي راډیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې د یوه نوي طرزالعمل له مخې هڅه کېږي تر څو د رسنیو او خبریالانو خوندیتوب ته ګډې هڅې ډېرې شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG