د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۴

دایکندي کې د "نسیم راډیو" پر دفتر حمله په شدت وغندل شوه 


افغانستان کې د ازادو ژورنالېستانو ټولنې او د ژورنالېستانو نړیوال فدراسیون په دایکندي کې د نسیم راډیو پر دفتر حمله په شدت وغندله.

نا څرګندو وسله‎والو کسانو تېره شپه د دایکندي په مرکز نیلي ښار کې د "نسیم راډیو" د مسؤل پر محمد رضا واحدي پر کور حمله کړې، هغه یې وهلی او ټکولی دی. ښاغلي رضا واحدي ننپنجشنبې ازادي راډیو ته وویل چې وسله‎والو کسانو خبرداری ورکړی چې کار بند کړي.

محمد رضا واحدي وايي:

"تېره شپه زما د خونې دروازه را وټکېده اوکله چې ما ور پرانېست، یوه سړي په سوک پر مخ ووهلم . زه په ځمکه ولوېدم او یو بل سړی هم را ننوت او د ټوپانچې پر لاستې یې ووهلم. هغوی خبرداری راکړ چې له ژورنالېزمه لاس واخلم. هغوی ما ته خبرداری راکړ چې که پولیس خبر کړم زوی به مې را مړ کړي."

ښاغلي واحدي زیاته کړه چې وسله‎والو کسانو د ده تر وهلو او ټکولو وروسته د نسیم راډیو دفتر ته لاسي بم ور غورځولی چې د دوی ځیني وسایل یې تخریب کړي خو د خپرونو مخنیوی یې نه‎دی کړی.

د واحدي په وینا، د دوی راډیو يې خپرونې لا هم جریان لري.

"نسیم راډیو" له تېرو پينځو کلونو راهیسې په دایکندي او بامیان کې اورېدل کېږي چې ښځې او نارینه خبریالان کار ورته کوي.

د دې راډیو مسؤل د پرونې حملې پړه پر سیمه ییزو زور واکانو او د ده په وینا، پر هغو کسانوچې په سیمه ییزه حکومتي اداره کې کار کوي او په اداري فساد او نورو سیمه ییزو ستونزو کې ښکیل دي، واچوله.

محد رضا واحدي وویل:

"زه فکر کوم چې په‎دې حمله کې هغه قدرتمندان لاس لري چې دلته په محلي حکومت کې کار کوي، ځکه زموږ دفتر د ملي امنیت ریاست ته نېږدې، د ولایت د استراحت ځای په څو متري کې دی. دلته زیات امنیتي تدابیر وي نو هرڅوک د حملې جرات نه‎شي کولای."

ښاغلی واحدي وویل چې امنیتي ځواکونه تر تقریباُ اووه ساعته ځنډ وروسته د پوښتنې لپاره ور ورسېدل.

په افغانستان کې د خپلواکو خبریالانو ټولنې او د خبریالانو نړیوال فدراسیون دا حمله غندلې ده.

د خبریالانو د حقونو دملاتړ دې دواړو واړو ادارو غوښتنه کړې چې حکومت د دې پېښې په اړه څېړنې وکړي او عاملین یې ونیسي.

د افغانستان د خپلواکو ژورنالېستانو د ټولنې مشر رحیم الله سمندر په یوه خبرپاڼه کې په وروستیو لسو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې روانوجګړو او بې امنیتۍ ته په اشارهله حکومته د داسې پېښو د عاملینو د نیولو او محاکمې غوښتنه کړې ده.

د ژورنالېستانو نړیوال فدراسیون ویلي، سره له‎دې چې په دایکندي کې د پېښې په اړه د دې ولایت د ملي امنیت ریاست ته معلوماتژر استول شوي خو هغوی په‎دې برخه کې عاجل اقدام نه‎دی کړی.

XS
SM
MD
LG