د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۰

له رسنیو سره د معلوماتو شریکولو په اړه د ولسمشر نوی حکم


ولسمشر، رسنیو ته د حکومتي چارواکو لخوا، د معلوماتو د ورکولو د بهیر د ګړندیتوب په مقصد، نوی حکم ورکړی دی.

د دې حکم له مخې لوړ پوړي دولتي چارواکي، وزیران او والیان مکلف دي چې د محرمو معلوماتو په پام کې نیولو سره، د اړتیا وړ معلومات له رسنیو سره شریک کړي.

د ولسمشر نوی حکم چې اووه مادې لري، په کې راغلي چې معلوماتو ته د لاسرسي د څار د کمېسیون په مشوره باید، د محرمیت له پلوه د معلوماتو د وېش مؤثر طرزالعملونه جوړ شي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د یکشنبې په ورځ د دغه حکم د شرکولو پر مهال یوې خبري غونډې ته وویل:

هارون چخانسوري
هارون چخانسوري

"اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون نافذ دی او وزیران، دولتي چارواکي او والیان مکلفه دي چې معلوماتو ته د لاسرسي د څار د کمېسیون په مشوره، د محرمیت له پلوه د معلوماتو د وېش مؤثر طرزالعملونه جوړ کړي او یاد چارواکي باید په میاشت کې یو ځل د خبري ناستو له لارې د خپلو ادارو د پرمختګونو او فعالیتونو خلک خبر کړي."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې خبریالانو اطلاعاتو ته د لاسري په برخه کې له ستونزو سره مخ وه او له دې امله یې شکایت درلود.

د خبریالانو نه د ملاتړ بنسټونه وايي چې په ځینو مواردو کې امنیتي مسؤلین له خبریالانو سره د اړتیا وړ معلومات نه شریکوي او ان په دې برخه کې خبریالان له تاوتریخوالي سره هم مخ شوي دي.

د ازادو رسنیو د ملاتړ یا «نی» د بنسټ رئیس صدیق الله توحیدي په دغه خبري ناسته کې وویل چې د ولسمشر دغه حکم باید ژر پلی شي.

صدیق الله توحیدي
صدیق الله توحیدي

ښاغلی توحیدی وايي،که دغه حکم پلی شي، نو دوی یې هرکلی کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"تر اوسه هم کېدای شي دولتي ادارې د خپلو معلوماتو د طبقه بندۍ توان ونه لري، په حکم کې چې کوم څه د محرمیت په اړه راغلي، دغه محرمیت معلوماتو ته د لاسرسي په قانون کې وضاحت لري او معلوماتو ته د لاسرسي کمېسیون د دغه قانون د طرزالعملونو او میکانیزمونو په پلې کولو کار کوي، زموږ هیله له ولسمشر څخه دا ده چې دغه قانون دې ژر تر ژر پلی شي له همدې امله دغه حکم صادر شو، موږ یې ملاتړ کوو."

د ولسمشر نوی حکم دغه شان د مرکز او ولایتونو پر مسؤلینو دا مکلفیت زیاتوي چې هر ورځ شااو خوا ۱۵ دقیقې د خپلو کارونو او فعالیتونو په اړه خپلو ویندویانو ته معلومات ورکړي.

د دغه حکم د پلي کېدلو د ضمانت لپاره ولسمشر د چارو ادارې ته دنده سپارلې چې د موادو له پلې کېدلو څخه یې څارنه وکړي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG