د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

وکیلان: د سولې اړوند خبرې باید ولسي جرګې سره شریکې شي


د ولسي جرګې ځیني غړي وايي، د سولې خبرې چې له هرې مخالفې ډلې سره کېږي، باید د افغانستان له خلکو او ولسي جرګې سره شریکې شي.

یاده جرګه وايي، حکومت چې تر اوسه له هرې مخالفې وسله‌والې ډلې سره د سولې د مذاکراتو خبرې کړي او یا یې په راتلونکي کې کوي، د خلکو او ولسي جرګې څخه پټې ساتل شوي دي.

دوی وویل ولسي جرګه د ملت له استازو جوړ، یو معتبر ارګان دی او حکومت باید په دغسې مهمو موضوعاتو کې له دوې مشورې ولري.

د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي د چهارشنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل، که له هرې وسله‌والې مخالفې ډلې سره د سولې خبرې له ولسي جرګې پټې وساتل شي، ښه نتیجه به ورنه‌کړي.

فوزیه کوفي
فوزیه کوفي

نوموړې زیاته کړه:

"دغه کور چې د خلکو د ارادو د څرګندولو ځای دی، د سولې د مذاکراتو څخه چې په قطر کې، د تړلو دروازو ترشاه ترسره کېږي، یوه ذره اطلاع هم نه‌لري، زه باور لرم چې دا به هم د افغانستان خلکو ته سوله رانه‌وړي، هره پروسه چې د خلکو له مشورې پرته پرمخ وړل کېږي، یوه نوي ناورین ته دروازې خلاصوي."

په ورته وخت کې د جرګې ځینو غړو ویل چې له مخالفینو سره د جنګ دوام د خلکو او هېواد په ګټه نه‌دی.

د جرګې غړي الله ګل مجاهد وویل:

"له طالبانو سره د سولې پرته بله لاره نه‌لرو، که دا سوله په قطر کې وي، که په کابل کې او که په کوم بل ځای کې وي، لکه څرنګه چې له حزب اسلامي سره سوله وشوه، همداسې دې له طالبانو سره هم وشي."

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې تېره ورځ د افغان حکومت یوې سرچینې ازادي راډیو سره خبرو کې د افغان سولې په اړه قطر کې د حکومت او طالب استازو خبرې تائید کړې.

تر دې وړاندې ګارډین ورځپاڼې ویلي و چې په دې خبرو کې د طالبانو د پخواني مړ شوي مشر ملا محمد عمر ورور ملا عبدالمنان هم برخه اخیستې او ټاکل شوې چې د ملا محمد عمر زوی ملا محمد یعقوب هم برخه واخلي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، دغو شخصي لیدنو کتنو ته مذاکرات نه‌شي ویلای او دې حد ته نه‌دي رسېدلې چې له ولسي جرګې یا خلکو سره شریک شي.

یاده شورا وايي، که په دې برخه کې ابتدایي پرمختګ هم وشي، د ولسي جرګې نظر به په‌کې واخیستل شي.

محمد اسماعیل قاسمیار
محمد اسماعیل قاسمیار

​د سولې عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار ازادي راډیو ته وویل:

"دا خبرې تر اوسه پورې د سولې د مذاکراتو لپاره نه‌دي، کله چې مذاکرات مخامخ، جدي، رسمي او علني شي، بیا نو هغه وخت دی چې ډېر مسایل به د پخوا په شان له خلکو او له ملي شورا سره شریک شي."

دا په داسې حال کې ده چې پخوا تر دې هم څو ځلې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د مذاکراتو خبرونه خپاره شوي و خو نتیجه‌یې نه‌وه ورکړې.

په دې اړه افغان حکومت او د سولې عالي شورا وايي چې دوی به له وسله‌والو مخالفینو سره د سولې لپاره هلې ځلې جاري وساتي.

افغان چارواکو په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، لکه څرنګه چې له کلونو هڅو وروسته وتوانېدو د حکومت له یوې مخالفې وسله‌والې ډلې حزب اسلامي سره سوله وکړو، هیله ده چې یوه ورځ به له وسله‌والو طالبانو سره هم د سولې مذاکرات په بریالیتوب سره تر سره شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG