د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

شاهد: له طالبانو سره د دوو افغان وزیرانو له کتنې خبر نه یو


په داسې حال کې چې د افغانستان د سولې عالي شورا د افغان حکومت د دوو وزیرانو او وسله والو طالبانو د استازو تر منځ د پټو خبرو په اړه بې خبري ښیي، خو وایي، که چېرې دغه لیدنه شوې وي؛ نو د سولې د خبرو په لور یوه هڅه ده.

وړاندې د اسوشیېټډ پرېس خبري آژانس په خپل یوه راپور کې د وسله والو طالبانو د یوه مشر له قوله لیکلي؛ چې د افغان حکومت دوو وزیرانو د وسله والو طالبانو له استازو سره په متحده عربي اماراتو کې لیدلي دي.

په دغه راپور کې راغلي چې، دواړو لورو د سولې او پخلایني په اړه خبري کړي؛ خو وایي، کوم توافق ته نه دي رسیدلي.

د افغانستان د سولې عالي شورا دغسې انفرادي هڅې د خبرو لپاره د مخالفینو په آماده کولو او د باور په رامنځته کولو کې ګټوري بولي، خو وایي، د سولې عالي شورا باید په دې ډول هڅو خبره کړای شي.

د سولې د عالي شورا ویاند شهزاده شاهد آزادۍ راډیو ته وویل چې؛ تر اوسه د دغو خبرو په اړه دوی ته څه نه دي ویل شوي.

"ما دغه خبر له مطبوعاتو څخه واورید؛ چې د افغان حکومت دوو وزیرانو په اماراتو کې د طالبانو له استازو سره لیدلي دي؛ نو د سولې عالي شورا په دې اړه معلومات نه لري. زه نه دا ملاقات تاییدولای شم او نه یې هم ردولای شم."

د اسوشیېټډ پرس په دغه راپور کې د یوه طالب مشر له قوله چې نوم یې نه دی ښودل شوی، راغلي چې د دولت د کابینې او طالب استازو ترمنځ خبري وروسته له هغه شوې چې اسلام آباد خبرو ته د طالبانو د راضي کېدو په هدف لسګونه طالبان له بنده خوشې کړل.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زي هم د یکشنبې په ورځ په خپل اونیز خبري کنفرانس کې په دې اړه بې خبري وښودله؛ خو افغان حکومت ژمن دی چې سولې ته کار وکړي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو پخوا یې ټینګار کړی چې، که دوی مذاکرات کوي نو په ډاکه به یې کوي.

خو د سولې عالي شورا وایې د مذاکراتو لپاره د دوی وروستۍ هڅي له هیلو سره دي.

دوی تر ډېره د اسلامي نړۍ د همکارۍ هغو ژمنو ته خوشبیني ښیې چې؛ څه موده وړاندې یې په سعودي عربستان کې د سولې دعالي شورا پلاوي ته ورکړې وې.

خو بل لور د روانو چارو یو شمېر شنونکي دغو خوشبینیو ته د شک په سترګه ګوري او وايي په افغانستان کې سوله د لویو قدرتونو په ارادې پورې تړلې ده.
محمد حسن ولسمل په دې اړه آزادۍ راډیو ته وویل:

"سره له دې چې دې خوشبینۍ ته خوشبین نه یم بلکې په کرکه ورته ګورم؛ هغه پیسې چې امریکا د سولې عالي شورا د مصارفو لپاره منظور کړي؛ دوی د هغو پیسو د مصرفولو لپاره دا سفرونه کوي؛ بیا دغسې یو غږ پورته کړي چې موږ د سعودي عربستان له چارواکو سره وکتل.

امریکا سوله نه غواړي، غربي دنیا سوله نه غواړي، پاکستان سوله نه غواړي. نو دا یوه غلطه سیاسي لوبه ده چې په منطقه کې روانه ده او په افغانستان کې روانه ده."


اسوشیېټډ پرېس خبري آژانس په خپل وروستي راپور کې د طالب مشرانو له قوله لیکي چې؛ د دوی په مشرانو کې د سولې او پخلاینې لپاره لېوالتیا لیدل کیږي، خو زیاتوي چې د جګړو د جبهاتو قومندانان له دې جوړ جاړي سره مخالفت ښیي او وایي، افغان حکومت باید د جګړې له لارې ړنګ کړای شي.

وړاندې داسي هم ویل شوي وو چې؛ د پاکستان له زندانونو څخه د یو شمېر طالب بندیانو خوشې کېدل به د وسله والو مخالفینو پر دریځ اغیز وکړي؛ خو د پاکستان لوړ پوړو چارواکو په ښکاره ویلي چې؛ په دغه کار سره هم طالبان تشویق نشول او خبرو ته یې تر اوسه غاړه نه ده ایښي.
XS
SM
MD
LG