د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

فراه ته د لوړپوړي دفاعي او امنیتي پلاوي د سفر پایلې


یو شمېر لوړپوړو امنیتي او دفاعي چارواکو فراه ولایت ته د خپل سفر پر مهال په دغه ولایت کې د سرتېرو پر زیاتولو او د جنګي وسایلو په ورکړې سلا ورکړه.

په فراه کې وروستیو نا امنیو د امنیتي او دفاعي ارګانونو تر ټولو مهم چارواکي اړ کړل چې دغه ولایت ته ورشي.

د فراه والي محمد اصف ننګ پرون شپه ازادي راډیو ته وویل چې د دفاع وزیر عبدالله حبیبي، د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزی، د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال عبدالرحمن رحمن او د غوڅ ملاتړ مأموریت قوماندان جان نېکولسن د شنبې په ورځ د څو ساعتونو لپاره له فراه لیدنه وکړه.

ښاغلي ننګ وویل چې افغان چارواکو او جنرال نېکولسن ژمنه وکړه څو د ډېرو سرتېرو او پوځي وسایلو په ورلېږلو سره به په دغه ولایت کې د مېشتو سرتېرو لیکې پیاوړې کړي.

د فراه والي اصف ننګ
د فراه والي اصف ننګ

هغه زیاته کړه:

"د دوامداره ملاتړ وعده وشوه، دا چې ان‌شاءالله هغه څه چې لازم وي د ځمکني ځواک د تعبیې او تازه دمو سرتېرو په اړه خبرې وشوې، ژمنه وشوه چې پنځه سوه تازه دمي سرتېري او شل زره ټانکونه ډېر ژر فراه ته راولېږل شي."

د فراه والي وویل د نوبهار او رج د سیمو د تصفیې لپاره عملیات په شدت روان دي او طالبانو ته اجازه نه‌ورکوي چې د فراه ښار ته ننوځي او کله به هم بریالي نه‌شي.

د افغانستان دفاع وزیر او د غوڅ ملاتړ قوماندان د تېرې اوونۍ په شنبې ورځ هلمند ته هم په ګډه تللي و چې د افغان پوځیانو او طالبانو تر منځ سخته جګړه وارزوي.

د روېټرز خبري اژانس په حواله هلمند ته د دغو چارواکو له سفر وروسته د سې شنبې په ورځ د لښکرګاه په دولس کېلو مترۍ کې د چاه انجیر په سیمه کې د افغان پوځیانو په شا تګ سره د اردو او پولیسو نېږدې سل سرتېري ووژل شول.

خو د هلمند والي حیات‌الله حیات بیا دا شمېر تر هغې کم وباله چې رسنیو یې په اړه رپوټونه خپاره کړي و.

خو په ټوله کې د جګړو په لومړیو کرښو کې د افغان پوځیانو د درنو تلفاتو علت څه دی؟

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون رئیس میرداد نجرابي یې په اړه داسې ځواب ورکوي:

"کوم اکمالات چې د جګړې لومړیو کرښو ته باید ورسېږي لکه څنګه چې بودجه ورته ځانګړې ده هغسې نه‌مصرفېږي او نه‌رسېږي، د دښمن په وړاندې د لوړو استحکاماتو، خندقونو او پخو سنګرونو نشتوالی، د یوې میاشتې یا څو ورځو لپاره د خوراکي موادو او جنګي مهماتو کمښت او د قوماندانانو کمزورتیا هغه عوامل دي چې د افغان پوځیانو د تلفاتو د زیاتېدو لامل کېږي."

ښاغلی نجرابي وايي، که د مدیریت کمزورتیا او د بودجې لګښت ته سمه پاملرنه وشي په جګړو کې به د ډېرو بریالیتوبونو شاهد واوسو.

په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو د حملو له زیاتېدو سره سره بیا هم افغان چارواکي او د ناټو د غوڅ ملاتړ قوماندانان وايي چې اجازه نه‌ورکوي څو طالب جنګیالي کوم ولایت ونیسي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG