د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۸

د فراه مرکزي سیمو کې جګړه دوام لري


د فراه په مرکزي سیمو کې جګړه دوام لري.

د رپوټونو پر اساس نښتې نن سهار د فراه په برنګ توت، رج او ګنهکان سیمو کې شدیدي شوې دي.

د فراه د امنیت امر محمد غوث ملیار ازادي راډیو ته وویل، که څه هم طالبانو نن سهار د فراه پر ښار تهاجمي حملې وکړې خو افغان ځواکونو دغه حملې بېرته دفع کړې.

تر اوسه په یادو وسله‌والو نښتو کې د مرګ ژوبلې په اړه دقیق جزئیات نه‌شته.

په فراه کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې د فراه ښار شاوخوا سیمو کې اکثره کورنۍ له خپلو مېنو وتلي دي.

پخواني:

د فراه ولايت مرکز د طالبانو په محاصره کې دی.

د افغان چارواکو په وینا، تازه دمي افغان ځواکونه د ښار د دفاع لپاره د ولايت مرکز ته رسېدلي دي.

د ازادي راډيو خبریال له فراه څخه راپور ورکوي چې په ښار کې مغازې او دوکانونه بند دي او همدارنګه زیاتوي چې ګڼ شمېر اوسېدونکي د جګړې له بېرې له خپلو کورو بې ځايه شوي دي.

پخواني:

نن سهار د فراه مرکز ته نېږدې یو وار بیا جګړې زور اخیستی او ټول خلک د ښار څخه د تېښتې په حال کې دي.

د ازادي راډیو خبریال احمد شاه فطرت د جګړې لومړۍ کرښه کې دی.

له سیمې څخه احمد شاه فطرت خپل راپور اوروي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:21 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG