د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

د بخښنې نړیوال سازمان پر پاکستاني خبریال د سفر بندیز غندلی


د بخښنې نړیوال سازمان پر پېژندل شوي پاکستاني خبریال سیرل المېدا د حکومت له لوري د سفر بندیز غندلی دی.

سیرل المېدا پرون سې شنبه پر ټویټر ولیکل چې حکومت بهر ته له سفره منع کړی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې دا بندیز ډېر ژر لیرې کړي او مطبوعاتو ته دې اجازه ورکړي چې له وېرې پرته او په ازاده فضا کې فعالیت وکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، پاکستان کې پر دې پېژندل شوي خبریال د حکومت بندیز یو ځپونکی تکتیک دی چې د خبریالانو او ژورنالېستانو د ځپلو لپاره کار ورڅخه اخیستل کېږي او هغوی د خپل مسؤلیت له ادا کولو منع کوي.

خبریال سیرل المېدا د پاکستان چاپ "ډان" ورځپاڼې ته په انګریزي ژبه رپوټونه لیکل.

د پاکستان صدراعظم دفتر د ملکي حکومت او پوځ تر منځ د لانجو په اړه د المېدا د وروستۍ مقالې په وړاندې په عکس‌العمل کې پر هغه بندیز لګولی او له پاکستانه‌یې ممنوع‌الخروج اعلان کړی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي:

"ژورنالیزم جنایت نه‎دی. ژورنالېستان باید ازاد او له وېرې پرته کار وکړي. پاکستاني چارواکي باید د ژورنالېستانو پر ضد د تشدد ټول ډولونه لکه وېرول، شکنجه کول او د هغوی پر حرکت بندیز لګول بند کړي."

د بې‌سرحده خبریالانو ادارې د روان کال په پيل کې په یوه رپوټ کې وویل چې پاکستان د اسیا د جنوب په هېوادونو کې د بیان د ازادۍ او د ژورنالېستانو د امنیت له پلوه، تر ټولو ټيټ ځای لري.

پر سیرل المېدا د سفر د بندیز تر اعلان مخکې د پاکستان صدراعظم دفتر په لږ تر لږه څلورو ورځو کې درې بیانونه خپاره کړل چې د ملکي حکومت او پوځ تر منځ د لانجو په اړه د هغه رپوټ او د "ډان" ورځپاڼې کار په‎کې غندل شوی و.

د پاکستان د صدراعظم دفتر د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د سیرل المېدا رپوټ د دولت اساسي ګټو ته ګواښ پېښوي او د جدي اقدام خبرداری یې ورکړ.

د بخښنې نړیوال سازمان چارواکي وايي، د پاکستان صدراعظم له دفتره د خپرې شوې خبرپاڼې محتوا له تهدیده ډکه وه.

د دې سازمان په خبرپاڼه کې راغلي:

"دا چې چارواکي د مطبوعاتو رپوټونه ردوي یا ضد او نقیض ګڼي یوه خبره ده خو کله چې چارواکي ملي امنیت ته د تهدید په پلمه، ژورنالېستانو ته خبرداری ورکوي او ګواښ ورته کوي، ځان ته مسئله ده."

د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې پاکستان کې یې د بیان پر ازادۍ او ژورنالېستانو د حملو او له هغوی سره د تشدد زیاتې پېښې ثبت کړې دي.

سیرل المېدا په هغه رپوټ کې چې د تېرې پنجشنبې په ورځ "ډان" ورځپاڼې خپور کړ، لیکلي و چې د پاکستان صدراعظم نواز شریف او د استخباراتو مشر جنرال رضوان اختر په ‎دې هېواد کې د مېشتو جهادي ډلو په اړه خبرې کړې دي.

په رپوټ کې د دې خبرو جزئیاتو ته هم اشاره شوې وه.

سیرل المېدا پر ټویټر لیکلي چې د دې مقالې له امله پاکستاني چارواکو د دوشنبې په ماښام خبر ورکړ چې له هېواده بهر سفر نه‎شي کولای او نوم‌یې د سفر د بندیز په لېست کې دی.

دې خبریال غوښتل چې متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي او له خپلې کورنۍ سره وګوري خو پاکستاني چارواکو ورته ویلي چې ان هوايي ډګر ته له تګه دې ډډه وکړي.

سیرل المېدا په خپله مقاله کې د باخبرو سرچینو په حواله لیکلي و چې د پاکستان د ملکي حکومت چارواکو د دې هېواد پوځ ته خبرداری ورکړی چې هلته د مېشتو وسله‎والو ډلو پر ضد د پولیسو په اقدام کې دې مداخله نه‌کوي.

XS
SM
MD
LG