د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

جګړو، د کندز مرکزي روغتون دروازې هم وتړلې


د کندز د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، د سختې جګړې له امله خلکو ته د روغتیايي خدماتو رسول بند شوي دي او د ټپیانو د درملنې یوازنی فعاله روغتون هم تړل شوی دی.

د کندز د عامې روغتیا رئیس ډاکټر حامد عالم ازادي راډیو ته وویل، د چهارشنبې په مازیګر د ۲۰۰ بستریز روغتون مخته جګړه پیل شوه چې ورسره دغه روغتون ته د ټپيانو راوړل بند او دروازې یې وتړل شوې.

ښاغلي عالم زیاته کړه:

"روغتون نن له مازیګر وروسته د جګړې په ډګر بدل شوی. د روغتون مخې ته جګړه وه او د ټپیانو راتګ بند شوی دی. نن ۲۸ ټپیان راوړل شوي وو، خو اوس د روغتون دروازې تړلې دي. له مرستندویه ټولنو او روغتیايي سازمانونو غواړو چې په دې سخت وخت کې له موږ سره بېړنۍ مرستې وکړي."

ښاغلی عالم وايي، د جګړې له پيل څخه چې درې ورځې پرې اوښتي هره ورځ لسګونه ټپیان وروړل شوي او لومړنۍ مرستې ورسره شوي دي.

کندز کې له دوشنبې راهیسې چې د ښار ځینې سیمې طالبانو نیولې وې جګړې زور واخیست او تر ټولو غټه قرباني یې ملکیانو ورکړه.

د جګړې له لومړۍ ورځې د ځمکنیو عملیاتو تر څنګ د هوايي عملیاتو خبر تائید شوی او ناټو هم ویلي چې امریکايي الوتکو د مخالفینو پر ضد هوايي حملې کړي او د ضرورت له مخې به دوام ورکوي.

د کندز ځیني ځوان فعالان بیا د جګړې په ښکېلو خواوو انتقاد کوي چې د ملکیانو ژوند ته پاملرنه نه‌کوي او خپلو هدفونو ته د رسېدو لپاره له هغوی قرباني اخلي.

د کندز ځیني ځوان فعالان بیا د جګړې په ښکېلو خواوو انتقاد کوي چې د ملکیانو ژوند ته پاملرنه نه‌کوي.
د کندز ځیني ځوان فعالان بیا د جګړې په ښکېلو خواوو انتقاد کوي چې د ملکیانو ژوند ته پاملرنه نه‌کوي.

یو له دغو ځوانو فعالانو عصمت مسلم دی چې له ازادي راډیو سره په خبرو کې یې دولت او وسله‎وال طالبان د کندزیانو د مرګ‎ ژوبلې عاملین وبلل.

ښاغلي مسلم زیاته کړه:

"کندزیان ان د تېښتې لار هم نه‌لري چې په کومه ووځي. دواړه غاړې هم دولت او هم طالبان له ملکیانو څخه سپر جوړوي. اوله ورځ باندې ۱۰۷ کسان ټپيان شوي دي مړي خو روغتون ته نه‌دي وړل شوي کېدای شي هغوی هم له سلو ډېر وي. دوهمه ورځ باندې ۴۴ کسان روغتون ته وړل شوي وو. پرون ۶۶ کسان وړل شوي وو او نن ۲۸ کسان روغتون ته وړل شوي چې هغه هم اوس بند دی."

د کندز حوزوي روغتون هم د جګړې د ټپيانو شمېر له رسنیو سره شریک کړی چې له مخې یې یوازې تر سې شنبې پورې څه باندې ۱۵۰ ټپیان روغتون ته وړل شوي وو.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال بیا وایي چې حکومت د ملکیانو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره په احتیاط سره عملیات مخته وړي خو وسله‎وال مخالفین له ملکیانو څخه د سپر په توګه کار اخلي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال

ښاغلي مینه‎پال زیاته کړه:

"د ملکیانو د تلفاتو د مخنیوي لپاره د افغانستان ولسمشر ډېر جدي هدایت ورکړی دی خو تاسې پوهېږئ چې د افغانستان دښمنان له خلکو څخه د سپر په توګه کار اخلي. د هغوی له کورونو څخه سنګرونه جوړوي. د کندز په عملیاتو کې لویه ستونزه همدا ده چې د افغانستان د خلکو دښمنانو له هغوی نه د سپر په توګه کار اخیستی او د ملکیانو له کورونو نه‌یې سنګرونه جوړ کړي دي."

تر دې مخکې امنیتي ارګانونو هم د ملکیانو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره د عملیاتو د ورو مخته تګ خبره کړې وه او ویلي یې و چې طالبان اکثرو کورونو او ودانیو ته اور ورته کوي.

وسله‎والو طالبانو بیا په دې اړه څه نه‌دي ویلي چې له ملکیانو د سپر په توګه کار اخلي خو په ښار کې یې لا هم د خپلو کسانو د موجودیت ادعا کړې ده.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG