د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

یو شمېر نړیوالو ورځپاڼو د کندز جګړې په اړه تبصرې کړي


وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې لیکلي، په افغانستان کې له پرمختیايي پروژو سره د مرستې نړیوال کنفرانس په داسې وخت کې جوړ شو چې د جګړې لمن د دې هېواد د څلورم ستر ولایت، کندز زړه ته رسېدلې او په دې هېواد کې د وسله والو طالبانو حملو شدت موندلی دی.

د ورځپاڼې په حواله، د افغانستان ولسمشر او د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشرې دواړو ویلي چې په کندز کې د وسله والو طالبانو د حملې هدف دا وو چې په بروکسل کې پرنړیوال کنفرانس اغېز وکړي او دا ستره غونډه ترسیوري یې لاندي کړي.

خو وال سټریټ ژورنال په کندز کې د یو شمېر خلکو په حواله لیکلي، حکومت هڅه کوي چې د بروکسل د نړیوال کنفرانس له امله په کندز کې د جګړې شدت او هلته روان بحران کمزوری وښيي.

وال سټریټ ژورنال په دې اړه د وسله والو طالبانو نظر هم خپور کړی چې وایي، له افغان حکومت سره د نړیوالو مرستو له افغانستان سره کمک نه دی کړی.

د وسله والو طالبانو په وینا، هرکله چې په نړیوالو کنفرانسونو کې له حکومت سره د کمک ژمنه شوې، هغه پيسې بهرنیو قراردادیانو او په افغانستان کې د هغوی شریکانو ته رسېدلې او د عادي افغان ژوند رښتینی تغیر نه دی ورسره کړي.

ټایم:

ټایم مجلې هم د افغانستان په اړه په مقاله کې د کندز پر امنیتي وضعیت تبصره کړې چې په یوه برخه کې یې راغلي، پر کندز ښار حمله یوه ورځ مخکې تردې چې د افغانستان د حکومت استازي د مرسته کونکو هېوادونو په نړیواله غونډه کې حاضر شي، پيل شوه.

د ټایم په لیکنه، افغان لوری د وسله والو طالبانو پر ضد د مبارزې او د افغانستان بیارغونې ته د ملاتړ او مرستې د راغونډولو په تمه دې نړیوالې غونډې ته ورغلی و.

د اروپايي کمېسیون خپرونې «ایروپانیوز» ویلي چې په بروکسل کې د غونډې اصلي هدف د اصلاحاتو د داسې رښتیني پروګرام تصویب و چې د افغانستان د حکومت له لید لوری سره مرسته وکړي او په راتلونکو څلورو کلونو کې هلته د سیاسي او اقتصادي ثبات او د امنیت ټینګولو سره کمک وکړي.

XS
SM
MD
LG