د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

د کندز ولایتي شورا: پوځیان نه‌دي توانېدلي چې طالبان په شا وتمبوي


د کندز د ولایتي شورا یو شمېر غړي وایي، اوس هم د دغه ښار په ځینو برخو کې وسله‌وال طالبان موجود دي او له امنیتي خواکونو سره جګړه کوي.

د دغه ولایت د ولایتي شورا غړي غلام رباني رباني ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌وال طالبان اوس هم د یاد ولایت په درېیمه حوزه، نواباد، خواجه مشهد، چرخاب او ازادي جاده سیمو کې فعال حضور لري.

د کندز د ولایتي شورا غړی غلام رباني رباني
د کندز د ولایتي شورا غړی غلام رباني رباني

هغه زیاته کړه:

"په کوڅو او پس کوڅو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو تر منځ سخته جکړه روانه ده، جنګ د نو اباد، خواجه مشهد، ازادي جاده، سه صد فامیلي، د لمړۍ حوزې شاته او په درېیمه حوزه کې روان دی."

د کندز د ولایتي شورا غړي وایي چې د تخار والي هم د یو شمېر تازه دمه ځواکونو سره دغه ولایت ته د مرستې لپاره ورغلی و، خو د دې ولایت د سیمه‌ییزو چارواکو له‌خوا اجازه ور نه‌کړل شوه.

دغې موضوع ته په اشارې سره د یاد ولایت د ولایتي شورا یو بل غړی امرالدين ولي وايي، اوس‌مهال د دغه ښار اوسېدونکي له خپلو کورونو څخه د وتلو او له ښار څخه د تېښتې په حال کې دي.

د کندز د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي
د کندز د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي

هغه زیاته کړه:

"د تخار والي غوښتل هغه امکانات چې په لاس کې یې لري راشي او له دوی سره مرسته وکړي، خو نه‌پوهېږم څه خبره د دې لامل شوه چې د راتګ مخه‌یې ونیول شوه، دوی درک او احساس نه‌لري او خپله ایماني وجیبه په ښه ډول نه‌تر سره کوي، له خلګو چاره ورکه ده، ماشومان او ښځې لوڅې پښې منډې وهي او وارخطا دي."

په ورته وخت کې د کندز د والي ویاند سید محمود دانش په دغه ښار کې د امنیتي وضعیت ډاډ ورکوي او وایي چې په دغه ښار کې هېڅ اندېښنه نه‌ده موجوده.

نوموړي په دې په اړه چې د دغه ولایت سیمه‌ییزو چارواکو د تخار والي ته ولې د کندز په ښار کې د جنګ اجازه ورنه‌کړه داسې وویل:

د کندز والي ویاند سید محمود دانش
د کندز والي ویاند سید محمود دانش

"دا کندز دی، د جنګ مسؤلیت د پوځیانو په غاړه دی او بشپړه رهبري شته دلته هېڅ اندېښنه نه‌شته، د تخار سیمې چې پاکې شي ښه ده، دښمن د کابل تر بندره او خاک کني پورې په شا تمبول شوی، د جنګ شدت د خواجه مشهد، خان‌اباد بندر او چرخاب په سیمه کې و چې له دې سیمو څخه په شا تمبول شوي دي، د مخالفینو په لسګونه مړي پر ځای پاتې شوي دي."

له بلې‌خوا ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند معرفي کوي ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌وال‌یې د دغه ښار په بالاحصار، د پولیسو په پنځمه او درېیمه حوزه او د ملي امنیت په ښاري ریاست کې موجود دي.

وسله‌والو طالبانو د دوشنبې په ورځ پر کندز ښار له څو برخو حمله وکړه او د ښار ځینې برخې یې ونیولې چې لا تر اوسه له افغان ځواکونو سره په جګړه کې دي.

د تېر کال میزان میاشتې څخه تر اوسه دا دوهم ځل دې چې وسله‌وال طالبان کندز ښار ته داخلېږي.

د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو ویلي چې د تېرو درېیو ورځو په جګړه کې د پنځو په شاوخوا کې امنیتي ځواکونه وژل شوي او د دولتي ارقامو له مخې د سې شنبې تر ورځې پورې ۳۰ وسله‌وال مخالفین وژل شوي و.

خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت د وسله‌والو طالبانو دغه ادعا ردوي او وایي چې د کندز ښار ۹۵ سلنه برخه له وسله‌والو طالبانو پاکه شوې ده.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG