د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

کندز ولایتي شورا یو شمېر غړي: ښار کې لاهم شدیده جګړه روانه ده


د کندز ولایتي شورا یو شمېر غړي ازادي راډیو ته وویل چې لا هم د کندز ښار ځیني برخې د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.

د کندز ولایتي شورا مرستیال توریال کاکړ وايي، اوس مهال د کوټه ای ګرد، سپین زر چمن، کابل بندر، د شرکت ګولایي، د بالاحصار لاندې برخه او د خان اباد بندر سیمو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو شدیده جګړه روانه ده.

ولایتي شورا مرستیال زیاته کړه چې امنیتي ځواکونو یوازې د ولایت مقام ودانۍ، د امنیه قومندانۍ ودانۍ او د ملي امنیت ریاست ساتي.

ښاغلي کاکړ وویل:

" هم دا اوس په کندز کې بشري ناورین روان دی، د دې لپاره چې خلک د څښاک اوبه او ډوډۍ نه لري او همدارنګه دوه ورځې کېږي چې په کندز ښار برېښنا پرې ده. "

له بلې خوا سید محمود دانش د کندز د والي ویاند وايي چې لا هم د وسله والو د ځپلو لپاره تصفیوي عملیات روان دي او زیاتوي چې د دې عملیاتو په پایله کې یې د پولیسو لومړې حوزه، دوهمه حوزه او امام صاحب د بندر ځینې سیمې له طالبانو پاکې کړي.

سید محمود دانش د کندز د والي ویاند
سید محمود دانش د کندز د والي ویاند

ښاغلي دانش زیاته کړه:

"د افغان ځواکونو عملیات ورو پر مخ روان دي ځکه چې وسله والو طالبانو د خلکو په کورونو کې ځای نیولی او له هغه ځایه پر امنیتي ځواکونو ډزې کوي.مګر امنیتي ځواکونه له ډېر دقت څخه کار اخلي."

بل خوا په شمال ختیځ زون کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون قوماندان شیر عزیز کامه‌وال ازادي راډيو ته وویل چې نن دوشنبه د کندز په عملیاتو کې ۱۲۰وسله وال طالبان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.

ښاغلي کامه وال زیاته کړه چې کندز کې د تېرو دوو ورځو راهیسې د افغان ځواکونو ۱۹تنه منسوبین ټپیان شوي او ۴تنه یې وژل شوي دي.

ه شمال ختیځ زون کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون قوماندان شیر عزیز کامه‌وال
ه شمال ختیځ زون کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون قوماندان شیر عزیز کامه‌وال

له دې سره- سره د کندز ښار د عامې روغتیا سرپرست ډاکټر حمید عالم ازادي راډیو ته وویل چې له دوو ورځو راهیسې د کندز ښار حوزوي روغتون ته ۱۵۲ټپیان ور وړل شوي.

له بلې خوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د کندز د مسؤلینو خبرې بې بنسټه بولي او وايي چې په دې عملیاتو کې یې امنیتي ځواکونو ته درانه تلفات اړولي.

XS
SM
MD
LG