د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

د افغانستان لپاره به د بروکسل نننۍ غونډه کلیدي او مهمه وي


د افغانستان لپاره د بروکسل نړیواله غونډه نن ډېره مهمه ده او تمه ده چې د میلیاردونو ډالرو مرستو ژمنې له افغانستان سره وشي.

دا غونډه د سولې او هوساینۍ د مشارکت په نوم ده چې ولسمشر اشرف غني او د اروپایي شورا رئیس ډونالډ ټوسک به‌یې پرانیزي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشره فېډریکا موګرېني به‌یې پای ته ورسوي.

د نړۍ د شاوخوا اویا هېوادو او شلو نړیوالو سازمانونو استازي په دې غونډه کې برخه اخلي.

د افغانستان حکومت تمه لري چې په نننۍ غونډه کې له افغانستان سره تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې هر کال څلور میلیارده ډالره مرسته وشي.

اروپایي ټولنې د دولت جوړونې لپاره له افغانستان سره د ۲۲۴ میلیونه ډالرو مرستې تړون د بروکسل د غونډې په لومړۍ ورځ لاسلیک کړ، دا مرسته د ۲۰۱۷ میلادي او ۲۰۱۸ میلادي کلونو لپاره ده.

دا تړون د افغانستان د ولسمشر مخې ته د اروپایي ټولنې د نړیوالې همکارۍ او پراختیا مشر نیوین میمیکا د مالیې له وزیر سره لاسلیک کړ.

له افغانستان سره د ۲۲۴ میلیونه ډالرو مرستې تړون د بروکسل د غونډې په لومړۍ ورځ لاسلیک شو.
له افغانستان سره د ۲۲۴ میلیونه ډالرو مرستې تړون د بروکسل د غونډې په لومړۍ ورځ لاسلیک شو.

د افغانستان د ماليي وزیر اکلیل حکیمي د دې تړون تر لاسلیک وروسته وویل:

"د دولت جوړونې دا تړون یو نوی مېکانیزم دی چې د افغانستان حکومت‌یې هرکلی کوي. دا مهمه ده چې د افغانستان حکومت د پراختیایي مرستو ډېر واک ترلاسه کړي."

نړیواله ټولنه د خپلو مرستو لپاره له افغان حکومته د اداري فساد پر ضد مبارزه غواړي، د بشري حقونو د وضعیت پر ښه کېدو ټینګار کوي او د ډیموکراتیکو او اقتصادي پرمختګونو لپاره د هڅو غوښتنه کوي.

د دې غوښتنو ترڅنګ روېټرز اژانس د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شټاین مایر په وینا خبر ورکړی دی چې هېواد یې له افغانستان څخه غواړي چې له شوي تړون سره سم هغه افغانان چې په جرمني کې نه‌دي منل شوي، بېرته ومني.

د راپور له مخې تمه ده چې جرمني راتلونکو څلورو کلونو کې له افغانستان سره ۹.۱ میلیارده ډالره مرسته وکړي.

د نړیوالې ټولنې یوه اصلي غوښتنه هم له افغان دولته په سیاسي، اقتصادي او اجتماعي برخو کې د ښځو پياوړتیا ده.

د بروکسل غونډې په لومړۍ ورځ د افغانستان د ښځو په اړه ځانګړې غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان لومړۍ مېرمن رولا غني، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر او د سولې د عالي شورا مرستیاله حبیبه سرابي له ویناوالو څخه وې.

د افغانستان ولسمشر
د افغانستان ولسمشر

د ښځو په اړه د دې غونډې په پرانیستونکې وینا کې د افغانستان ولسمشر پرون په بروکسل کې وویل چې د افغانستان ښځې به د ډیموکراتیکو ارزښتونو ساتونکي وي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"د افغانستان د ښځو لاسته راوړنې زموږ د اساسي قانون تر سیوري لاندې د مذاکرې او معاملې لپاره نه‌دي. افغان ښځې به د ډیموکراتیکو ارزښتونو ساتونکي وي او هغوی به د خپلو لاسته راوړنو ساتنه وکړي او دوی دي چې دې ارزښتونو ته پراختیا ورکولای شي او شاته به نه‌شي."

بروکسل کنفرانس د افغانستان لپاره له ۲۰۰۱ کال راهیسې یوولسم نړیوال کنفرانس دی، د غونډې د کوربانو په وینا دا کنفرانس د افغانستان ولس ته د اعتماد او تحول پیاوړی پیغام ورکوي.

XS
SM
MD
LG