د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۶

بروکسل غونډه، غوښتنې، اهداف او له افغانستانه د نړيوال ملاتړ دوام


بروکسل نن سه شنبه د افغانستان لپاره د نړیوالې غونډې کوربه دی.

په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به د نړۍ د اویا هېوادونو او نېږدې ۲۰ نړیوالو مؤسسو استازي د امریکا، روسیې، هند، جاپان، نړیوال بانک، ملګرو ملتونو او ناټو په ګډون، برخه واخلي.

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې ویاندې مایا کاسیان چېچ ازادي راډيو ته په بروکسل کې د دې غونډې د هدف په اړه وویل:

"د دې غونډې هدف له افغانستانه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ او ژمنې تأکید او ادامه ده. همداراز د راتلونکو څلورو کلنو په موده کې د افغانستان د سیاسي، اقتصادي ثبات او پراختیا لپاره دا غونډه جوړېږي. د غونډې هدف د افغانستان خلکو ته د باور او بدلون د یو پیاوړي پیغام رسول دي."

افغان چارواکي هیله‌مند دي چې په دې غونډه کې له افغانستان سره تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې هر کال د نېږدې څلور میلیارده ډالرو مرستو ژمنه وشي.

خو د دې مرستو په بدل کې نړیواله ټولنه له افغانستانه د اصلاحاتو او له اداري فساد سره د مبارزې غوښتنه کوي.

د بروکسل تر غونډې یوه ورځ مخکې د افغانستان حکومت له اروپایي ټولنې سره موافقه وکړه چې یو شمېر افغانان چې د مهاجرت له شرایطو سره سم نه‌دي، افغانستان ته واستوي.

د اجرائیه رئیس مرستیال ویاند ازادي راډیو ته وویل چې د کډوالو په برخه کې د افغان دولت موافقه مخکې تر مخکې چمتو شوې وه او دا د بروکسل غونډې له شرطونو سره ارتباط نه‌لري.

فیصل: د کډوالو په برخه کې د افغان دولت موافقه مخکې تر مخکې چمتو شوې وه
فیصل: د کډوالو په برخه کې د افغان دولت موافقه مخکې تر مخکې چمتو شوې وه

جاوید فیصل وویل چې پنځه ډوله کډوال به له اروپایي ټولنې څخه نه‌ایستل کېږي:

"هغه کډوال چې د ژوند له جدي خطر سره په افغانستان کې مخامخ دي، هغه کسان چې معلولیت لري، لږ عمره افغانان، هغه کورنۍ چې ښځې یې مسؤلیت لري، هغه ښځه او خاوند چې یو یې مهاجر منل شوی وي، بل‌یې نه‌ایستل کېږي."

له ۲۰۰۱ میلادي کال راپه دې‌خوا د افغانستان لپاره دا ورته یوولسمه غونډه ده، د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د اروپایي شورا رئیس ډونالډ ټوسک به د چهارشنبې په ورځ د سولې او سوکالۍ په نوم دا مهمه غونډه پرانیزي.

د دې غونډې د پای ته رسېدو اعلان به بیا اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وکړي.

د بروکسل په غونډه کې نن سې شنبه دوه حاشیوي ناستې دي، یوه د افغان مېرمنو په اړه ده بله یوه د سیمې لپاره ده چې څرنګه سوکاله کېدای شي.

د ښځو په غونډه کې به لومړۍ مېرمن رولا غني برخه واخلي.

تمه ده چې د غونډې دوهمه برخه په سیمه کې د اقتصادي همکارۍ د پروژو مسئله راونغاړي.

په دې غونډه کې به د سیمې او نړۍ د هېوادونو او د نړیوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG