د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

افغان حکومت د بریتانیا مرستو د ژمنو هرکلی کړی


افغان حکومت له افغانستان سره د بریتانیا د یو میلیارد ډالره مرستې د ژمنې هرکلی کړی.

ولسمشر اشرف‎ غني له افغانستان سره د بريتانیا له‌خوا د یو میلیارد ډالرو معادل مرستې د ژمنې هرکلی کړی او له دې کبله‌یې د دې هېواد له صدراعظمې ترېزا مې «Theresa May» څخه مننه کړې.

جمهوري ریاست په یوه بیان کې چې پرون خپور شو، د ولسمشر غني له قوله لیکلي چې وايي، د افغانستان حکومت به د بريتانیا دا او د نورو هېوادونو له‎خوا کېدونکې مرستې په اغېزمن او شفاف ډول د افغانستان د پرمختګ او سولې په برخو کې ولګوي.

بريتانیا له افغانستان سره د دې مرستې اعلان په داسې حال کې کوي چې د افغان حکومت او اروپايي ټولنې په نوښت د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو، د اکټوبر په څلورمه او پنځمه په بروکسل کې له افغانستان سره د مرستندویو هېوادونو کنفرانس جوړېږي.

ولسمشر غني له صدراعظمې ترېزا مې څخه مننه کړې.
ولسمشر غني له صدراعظمې ترېزا مې څخه مننه کړې.

د حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل له بروکسله په یوه ټیلیفوني مرکه کې ازادي راډیو ته وویل چې د بريتانیا د ۷۵۰ میلیونه انګلیسي پونډو په مرسته افغانستان د خودکفایۍ او پر ځان د بسیاتوب پروګرامونه عملي کولای شي.

ښاغلي فیصل زیاته کړه:

"د افغانستان حکومت د بريتانیا له افغانستان سره د دې همکارۍ مننه کوي. افغان حکومت په دې پړاو کې چې د خودکفایۍ لپاره هڅې کوي دې ډول همکاریو ته ښه راغلاست وايي او دا به له موږ سره مرسته وکړي چې د خودکفایۍ لپاره زموږ پلان چې مخکې ترتیب شوی دی، په منظمه توګه له مهالوېش سره سم تطبیق شي."

د ځینو سرچینو په وینا حکومت تمه لري چې د بروکسل په نړیوال کنفرانس کې به نور مرستندویه هېوادونه هم له افغانستان سره د مرستو ژمنې وکړي.

یو دولتي مقام چې غواړي هویت‌یې پټ پاتې شي ازادي راډیو ته وویل چې افغان چارواکي په دې کنفرانس کې له درې نیم تر څلور میلیارده ډالرو پورې د مرستو ژمنو ته په تمه دي خو د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند ښاغلی فیصل نه‌غواړي د دقیقو ارقامو یادونه وکړي.

د حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل
د حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل

ښاغلي فیصل زیاته کړه:

"په ټوله کې زموږ توقع به دا وي چې په اوسني شکل یا د پخوا په څېر چې له موږ سره مالي تعهدات شوي وو، همغه تعهدات بیا تازه شي او په همغه اندازه مرستې موږ په راتلونکو کلونو کې تر ۲۰۲۰ کاله پورې ترلاسه کړو."

په پام کې ده چې د بروکسل په کنفرانس کې د نړۍ د ۷۰ هېوادونو او ۳۰ نړیوالو مؤسسو استازي د اصلاحاتو په برخه کې له افغان حکومت سره خپل نظر شریک کړي او په دې برخه کې د اجرآاتو پوښتنه ترې وکړي.

همداراز مرستندویه هېوادونه او نړیوالې مؤسسې به په افغانستان کې د سولې د ټینګښت، دولت جوړونې او پرمختګ په برخو کې د افغانستان له حکومت سره د مرستو ژمنې وکړي.

XS
SM
MD
LG