د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۳

افغان حکومت د بروکسل په کنفرانس کې نړيوالې مرستې جلبوي


ډجيټل ژورنال:

ډجيتل ژورنال خپرونې په خپله يوه ليکنه کې د بروکسل پر کنفرانس تمرکز کړى دى.

د ليکنې په حواله، د افغانستان ولسمشر د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو له رهبرانو سره ګوري چې تر ٢٠٢٠میلادي کاله پورې افغانستان ته د نړيوالې ټولنې مالي مرستې جلب کړي.

د خپرونې په باور، د ولسمشر محمد اشرف غني هدف دا دى چې له دغو مالي مرستو د جګړه ځپلي افغانستان د بيارغونې لپاره کار واخېستل شي.

د بروکسل کنفرانس د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې جوړېږي.

په دغه کنفرانس کې به د څه باندې اويا هېوادونو او پنځه ويشتو نړيوالو سازمانونو استازي برخه ولري.

ډجيټل ژورنال خپرونې د ځينو چارواکو په حواله چې نومونه يې نه دي اخېستل شوي ليکلي:

د افغانستان مالي ملاتړ مهم دى چې په افغانستان کې نوي ستراتيژيک بدلون، ثبات او احتمالي سولې ته زمينه برابره شي.

خپرونه زياتوي، د اروپايي ټولنې چارواکو په افغانستان کې د بشري ودې په باب تر يوه حده خوشبيني څرګنده کړې ده.

خپرونې د اروپايي ټولنې د يوه چارواکي په حواله چې نوم يې نه دى اخيستل شوى، ليکلي: د مخکنيو ادارو په پرتله د ملي يووالي حکومت له خوا د اصلاحاتو بهير د پام وړ زيات شوى دى.

د خپرونې په باور، افغانستان د ښځو د حقونو، د اداري فساد ضد تدابيرو، د اضافي عوايدو ټولولو او نورو برخو کې هم پرمختګ کړى دى.

ډجيټل ژورنال په کابل کې د ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې اوونۍ خبرو ته هم اشاره کړې ده.

په ليکنه کې لولو، ښاغلي غني وويل، د بروکسل په کنفرانس کې به نړيواله ټولنه له افغانستان سره پر خپلو اقتصادي تعهداتو بيا ټينګار وکړي.

خپرونې دغه راز د ولسمشر په حواله ليکلي چې ويلي يې دي: د بروکسل غونډه دوى جدي ارزوي.

هفنګن پوسټ:

هفنګن پوسټ ورځپاڼې بيا د يوې افغانې نجلۍ سونيتا عليزاده په باب ليکنه خپره کړې ده.

د ورځپاڼې په ليکنه، دغې افغانې نجلۍ له کوچنيوالي هيله درلوده چې يوه ورځ ښه سندرغاړې شي.

ورځپاڼه ليکي، عليزاده چې کله ١٤ کلنه وه، د تهران د کډوالو په يوه کمپ کې د صفاکارې په توګه کار کاوه.

د ليکنې په دوام راغلي، د سونيتا عليزاده هيله دا وه چې د خپلې خوښې سندرغاړو مايکل جکسن او ريحانه غوندې لويه هنرمنده شي او د ستونزمن ژوند له کړاوونو خلاصه شي.

هفنګن پوسټ ليکلي، د فلمونو ايرانۍ لارښودې رخسارې قايم مقامي له عليزاده سره په همدې کمپ کې وکتل.

د ورځپاڼې په ليکنه، دا کتنه هغه وخت وشوه چې د سونيتا عليزاده کورنۍ غوښتل هغه افغانستان ته ستنه کړي او د نهه زره امريکايي ډالرو په بدل کې يې چا ته واده کړي.

ورځپاڼه ليکي، مقامي تصميم ونيوه چې د سونيتا مور ته دوه زره ډالره ورکړي او سونيتا په ايران کې وساتي.

په ليکنه کې راغلي، په دې قضيه کې د دخالت له کبله د مقامي تصميم ځينې بحثونه وپارول، خو سونيتا له دې تجربې ډېر څه زده کړل او "د نجونو خرڅولو" په نوم يوه سندره اماده کړه.

دغه سندره د رخسارې قايم مقامي په لارښوونه جوړه شوه.

XS
SM
MD
LG