د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان وايي، پاکستان د خپلو پالېسيو له وجې په سيمه کې يوازې شوی دی نو بايد په خپلو پالېسیو کې بدلون راولي.
افغانستان، هند، بنګلهدېش، بوتان او سریلانکا مخکې اعلان کړی و چې د جنوبي آسیا د همکارۍ ټولنې یا سارک غونډه کې له ګډونه ځکه ډډه کوي چې پاکستان د ترورېزم ملاتړ کوي.
د سارک غونډه د نوامبر په نهمه او لسمه په اسلاماباد کې په پام کې وه.
ښاغلي ولي خان د ازادي راډیو له مشال څانګې سره په مرکه کې وويل، د سارک په غونډه کې د دې هېوادونو نهګډون وښوده چې پاکستان په سیمه کې منزوي شوی.
نوموړي د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې په خپلو کورنیو او بهرنیو پالېسیو کې بدلون راولي.
نیپال چې د سارک دورهیي مشري کوي پرون اعلان وکړ چې د سارک سرمشریزه نهشي جوړېدای.
د نیپال د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې وویل چې سیمهییز چاپېریال د دې غونډې د جوړېدو لپاره چمتو نهدی.
د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند مشر همداراز د پاکستان او افغانستان له حکومتونو وغوښتل چې د جګړو له کبله له قبایلي سیمو د بېځایه شویو کډوالو له جبري ایستلو ډډه وکړي.