د لاسرسي لېنکونه

ښايي سږ کال سارک غونډه د ۴ هېوادونو د نه‌ګډون له امله لغوه شي


افغانستان، هند، بنګله‌دېش او بوتان سارک غونډه کې ګډون نه‌کوي

افغانستان، هند، بنګله‌دېش او بوتان اعلان وکړ چې په اسلام‌اباد کې د سارک یا د جنوبي اسیا د همکارۍ سازمان په غونډه کې ګډون نه‎کوي.

افغانستان وایي چې سارک یا د جنوبي اسیا غړو هېوادونو په راتلونکې غونډه کې چې په نوومبر کې په‎اسلام اباد کې جوړېږي، برخه نه‌اخلي.

د ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال
د ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال

د ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال چهارشنبه ناوخته ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان حکومت فیصله کړې ده، څو چې په سیمه کې له امنیتي پلوه ستونزه حل شوې نه‌وي، افغانستان به په اسلام‌اباد کې د سارک په جوړېدونکې غونډه کې برخه وانه‎خلي."

د افغانستان تر دې اعلان څو ساعته مخکې د چهارشنبې په ورځ د بنګله‎دېش د بهرنیو چارو وزیر ایم شهریار علم وویل چې د سارک په غونډه کې برخه نه‎اخلي خو علت‌یې دا وښود چې د کور دننه بوختیاوې دوی ته اجازه نه‎ورکوي چې د سارک غونډې ته استازي واستوي.

د بنګله‎دېش او افغانستان تر پرېکړو یوه ورځ مخکې هند، اسلام‌اباد کې د سارک غونډه کې ګډون بایکاټ کړ. بوتان هم ویلي دي چې په دې غونډه کې به برخه وانه‎خلي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال که څه هم د سارک په غونډه کې د ګډون علت امنیتي ستونزې یادوي خو د افغانستان د ملي وحدت حکومت اړیکې چې تېر کال له اسلام‎اباد سره ډېرې ښې وې، روان کال خورا پېچلې شوې دي او دواړه یو بل تورنوي چې ترهګر په خپله خاوره کې د یوه بل پر ضد کاروي.

د تېر کال سارک غونډه
د تېر کال سارک غونډه

د جنوبي اسیا غړو هېوادو د همکارۍ سازمان یا سارک بنسټ په ۱۹۸۵ کال کې په دې هدف کېښودل شو چې په سیمه کې اقتصادي همکارۍ زیاتې شي.

افغانستان، پاکستان، هند، بنګله‎دېش، بوتان، مالدیف، نیپال او سریلانکا د سارک غړي هېوادونه دي.

اسوشېټېډ پرېس اژانس د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکي په وینا چې د نوم له اخیستو ډډه کړې ده، خبر ورکړی دی چې د سارک د څلورو هېوادونو د بایکاټ له امله به د سارک راتلونکې غونډه پاکستان هم وځنډوي.

XS
SM
MD
LG