د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۳

پاکستان اسلام اباد کې د سارک غونډې لغوه کېدو اعلان وکړ


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د جنوبي اسیا د سیمه ییزې همکارۍ سازمان یا سارک د سرمشریزې غونډې د ځنډېدو اعلان کړی او د هندوستان له خوا ددې غونډې د جوړېدا پر مخنیوي يې خواشیني ښودلې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو د هندوستان له خوا په اسلام اباد کې په غونډه کې د نه ګډون کولو پر پریکړې خواشینې ښودلې او دا یې د وزیراعظم مودي د هغو څرګندونو خلاف بللې چې د سیمې د غربت د له منځه وړلو په اړه یې کوي.

دغه وزارت پخپله خبرپاڼه کې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په لړ کې د جنوبي اسیا د سیمه ییزې همکارۍ سازمان ته د اهمیت ورکولو ترڅنګ ویلي:

"پاکستان د جنوبي اسیا د اوسېدونکو د ژوند د هوساینې، د اقتصادي ودې او د هغوی د کلتوري او ټولنیز پرمختګ په لړ کې د سارک تنظیم هدفونو ته او همداراز په نږدې راتلونکي کې ددغه تنظیم د ۱۹ سرمشریزې غونډې کوربه توب ته ژمن دی."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې ټاکل شوې وه د سارک سازمان سر مشریزه غونډه به د روان کال د نومبر میاشتې په ۹ او ۱۰ مه نېټه اسلام اباد کې جوړه او ددغه سازمان ټول غړي هېوادونه به پکې ګډون وکړي.

خو د دغه سازمان دا غونډه جوړېدل تر هغې وروسته له خنډونو سره مخ شوه چې د اسلام اباد او ډېلي اړیکي خرابې شوې او د هندوستان وزیر اعظیم نریندرا مودي په اسلام اباد کې په دغه غونډه کې له ګډونه انکار وکړ.​

د اسلام اباد او ډېلي ترمنځ اړیکي تر هغې وروسته کړکېچنې شوې او هندوستان په اسلام اباد کې د سارک په غونډه کې له ګډونه انکار وکړ چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر په اړي سیمه کې د هند پر پوځي مرکز ترهګرو خونړی برید وکړ او لږ تر لږه ۱۸ هندي پوځیان یې ووژل.

هندي چارواکو تر دغه برید سمدستي وروسته تور ولګاوه چې په دغه برید کې پاکستان لاس لري، خو اسلام اباد دغه تورونه رد کړل او دا یې بې بنیاده وبلل.

که څه هم د سارک سازمان له اصولو سره سم، که ددغه تنظیم یو غړی هېواد هم د سارک په غونډې کې د برخې د نه اخیستو فېصله وکړي نو غونډه بیا نه کېږي.

سارک سازمان په ۱۹۸۵میلادي کال کې جوړ شوی
سارک سازمان په ۱۹۸۵میلادي کال کې جوړ شوی

خو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس زکریا تېره ورځ په اسلام اباد کې خبریالانو ته د خپلې اوونیږې خبري غونډې پر مهال وویل چې له تېرو دوه میاشتو راهیسې د هند له ارادو څرګندېدل چې د سارک په سرمشریزه غونډه کې به خنډونه پېدا كوي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، پر هندوستان سربېره افغانستان، بنګله دېش او بوټان هم په اسلام اباد کې د سارک سازمان په دغې ۱۹ مې غونډې کې د ګډون نه کولو پرېکړه کړې وه.

د یادونې وړ ده چې سارک سازمان په ۱۹۸۵میلادي کال کې د جنوبي اسیا هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پراختیا په هدف جوړ شوی چې پاکستان، هندوستان، افغانستان، سریلانکا، مالدیپ، نیپال او بوټان یې غړي هېوادونه دي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG