د لاسرسي لېنکونه

د هند حکومت وايي چې په پاکستان کې د جنوبي اسیا د همکاریو کنفرانس "سارک" کې ګډون نه‎کوي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت پرون سې شنبې په یوې خبرپاڼه کې وویل، په سرحدي سیمو کې د ترورېستي حملو او د سیمه‌ییزو همکاریو سازمان په غړو هېوادونو کې د لاسوهنو له امله په اسلام‎اباد کې غونډې ته نه‌ورځي.

په خبرپاڼه کې د کوم هېواد نوم نه‎دی راغلی خو نوې ډېلي پر پاکستان تور پورې کوي چې په خپله خاوره کې یې وسله‎وال پاللي او په هندي کشمیر کې پر پوځي اډه په وسله‎واله حمله کې چې ۱۸ تنه په‎کې ووژل شو، لاس لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې اسلام‎اباد د سولې ټینګښت ته متعهد دی.

ټاکل شوې وه چې نرېندرا مودي په اسلام‌اباد کې غونډې ته ورشي.

افغانستان، هند، بنګله‎دېش، بوتان، نیپال، مالدیف او سریلانکا د جنوبي اسیا د سیمه‌ییزو همکاریو د سازمان غړي دي.

XS
SM
MD
LG