د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۵

د خلکو استازو او قومي مشرانو د پخواني ولسمشر سپکاوی وغنده


د خلګو یو شمیر استازي، د مختلفو ولایتونو قومي مشرانو او ځوانانو حامد کرزي او غازي امان الله خان ته سپکاوی په سختو ټکو وغنده.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي، د مختلفو ولایتونو یو شمېر مشران او ځوانان وايي، د ملي مشر حامد کرزي د سپکاوي تر شا یو شمېر سیاسي کړۍ لاس لري.

د ولسمشر غني سلاکاري ملالۍ شینواري د یکشنبي په ورځ په کابل کې د لوی کندهارد شورا په غونډه کې وویل چې یو شمېر اشخاص د ملي مشرانو په سپکولو سره غواړي په یوه ډول په هېواد کې کړکېچ رامنځته کړي.

نوموړې زیاته کړه:

"البته هغه نصب به په موږ پسې تړلی نه وي چې غازي امان لله خان ورته داسې ښکاره کېږي چې هغه غازي نه وو."

په ورته وخت کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي هم دغه مسئله غندي او وايي ځینې کړۍ شته چې د ګاونډیو هېوادونو په لمسونه ملي شخصیتونه توهینوي.

نادرخان کټوازی چې په دغه ناسته کې یې ګډون کړی و داسې وویل:

"د لویې جرګې خیمې ته کرزی صیب تللی وو، ځینو بد بخته کړیو هڅه کوله چې دغه ملي رهبر و ځوروي دا د دوو اوباشو کسانو کار نه بلکې پلان شوې دسیسه وه."

دا څرګندونې له هغې وروسته مطرح کیږي چې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د تېرې جمعې په ورځ د برهان الدین رباني د پنځم تلین په غونډه کې د "مرگ برکرزی" له نارو سره مخ شو.

ښاغلي کرزي هغو کسانو ته چې د مرګ پر کرزي چیغې یې وهلې وویل، په دې کار کې بهرنیان لاس لري.

د دې عمل پر وړاندې د کندهار د امنیه قوماندان جنرال رازق په ګډون، د ولسي جرګو یو شمېر غړیو او مختلفو کړیو، غبرګون ښودلی، دا عمل یې په کلکه غندلی او د یو ملي شخصت سپکاوی يې ګڼلی دی.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني هم د لندن په کنفرانس کې، له ورته پېښې سره مخ شوی و.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان سیاسي کارپوهان سربېره پر دې چې د ملي شخصیتونو سپکاوی غندي، ټینګار کوي چې په هېواد کې روان وضعیت ته په کتو، باید دغو موضوعاتو ته لمن ونه وهل شي.

کبیر رنجبر
کبیر رنجبر

​د دې کارپوهانو له ډلې کبیر رنجبر وايي:

"باید دا مسئله جدي ونه نیسو او یوه بله ستونزه ځنې جوړه نه کړو، ځکه په هېواد کې ډېری نورې ستونزې هم لرو، زه د دې پلوی نه یم چې لوی شخصیتونه او هغوې چې په هېواد کې یې حکومت کړی، په ځانګړې توګه حامد کرزی باید سپک نه شي، دا ښه کار نه دی او که کېږي باید جدی ونه نیول شی."

سره له دی چې ښاغلی رنجبر په ډیموکراتیکو نظامونو کې د دې ډول پېښو رامنځته کېدل له امکان څخه لیرې نه ګڼي خو ټینګار کوي چې دملي شخصیتونو سپکاوی، د هېواد په ګټه نه دی او د خلکو لخوا هم باید دغه موضوع نوره پراخه نشي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG