د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۱

جنرال رازق: د شخصیتونو سپکاوی به خطرناکې پایلې ولري


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په افغانستان کې پر ملکیانو او پوځیانو د بهرنيو ځواکونو د بمباریو او د یو شمېر پخوانیو جهادي مشرانو د ورستیو څرګندونو په غبرګون د کندهار د امنیه قوماندان جنرال رازق څرګندونې راخیستې دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپانې به خپله نننۍ ګڼه کې په دې اړه لیکلي، روسیه وايي چې له واشنګټن باید پوښتنه وشي چې امریکا ولې په هوايي بریدونو کې د افغانستان او سوریې ملي او امنیتي ځواکونه په نښه کوي.

په مطلب کې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې ماریا زخارووا له خولې لیکل شوي چې امریکا باید ځواب ووايي چې د افغانستان او سوریې ځواکونه د چا په مقابل کې په نښه کوي او وژني یې.

په مطلب کې راغلي چې نوموړې د امریکايي ځواکونو دا کړنه د ډېرې اندېښنې وړ بللې ده.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپانې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي چې ملګري ملتونه پر ملکي خلکو بریدونه په کلکه غندي.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې د ملګرو ملتونو د سازمان د ریپوټ له مخې په افغانستان کې د ایتلاف د ځواکونو د بې پیلوټه هلیکوپټرو د بریدونو له امله څه نا څه ۱۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي او دیارلس تنه نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان په ملکي وګړو بریدونه په کلکه غندلي دي.

په مطلب کې دغه شان راغلي چې یوناما یا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان ماموریت په خپل نوي ریپوټ کې د ملکي وګړو د سر د زیان دغه شمېر تاید کړی کوم چې د چهارشنبې په ورځ د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې شوی و.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپانې بیا د یو شمېر پخوانيو جهادي مشرانو د خبرو په غبرګون چې د سولې د شورا د رئیس برهان الدین رباني د پنځم تلین په غونډه کې یې کړې وې د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق رازق څرګندونې راخیستې دي.

سرخط لیکلي چې جنرال رازق ویلي، جهادي مشران دې غله له پخوانیو ملي مشرانو سره نه پرتله کوي، ځکه دا د هغوی سپکاوی دی.

په مطلب کې دا هم راغلي چې جنرال رازق د دغو کسانو هغې غوښتنې هم قهرولی چې ویلي یې دي ځني مډالونه دې د مجاهدینو په نوم ونومول شي.

په مطلب کې دغه شان ویل شوي چې جنرال رازق په یاده غونډه کې د پخواني ولسمشر سپکاوی په کله غندلی او د داسې پېښو عواقب یې خطرناکه بللي دي.

XS
SM
MD
LG