د لاسرسي لېنکونه

د بدخشان د علمانو شورا د لویې جرګې په تالار کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي پرضد شعارونه په سختو ټکو وغندل.

د جمعې په ورځ د برهان الدین رباني د پنځم تلین په مراسمو کې یوشمېر کسانو د پخواني ولسمشر حامد کرزي پرضد شعارونه ورکړل.

دا کار د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې هم وغندل شو.

د کندهار په دامان ولسوالۍ کې نن سلګونو مظاهره چیانو حامد کرزي ته د توهین په غبرګون د کابل ــ کندهار لویه لاره د ترافیکو پرمخ وتړله.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وړاندې دا حرکت په داسې حال کې وشو چې د روان لمریز کال د ثور په ۲۳ د لندن د یوې تحقیقاتې موسسې د کنفرانسونو په سالون کې یو تن افغان د ولسمشر غني د وینا د اخلالولو هڅه وکړه چې وروسته یې بیا د ولسمشر له یاور سره فزیکي شخړه هم وکړه.

XS
SM
MD
LG